د آلمان طلايي منی
په آلمان کې د مني موسم ته طلايي خزان هم ویل کیږي. په نوره نړۍ کې د مني موسم د پرېشانۍ او خفګان له موسم سره تعبیریږي، خو په آلمان کې د دغه موسم په را رسیدو سره ډیري دودیزي مېلې لمانځل کیږي.
د رنګونو باران
د کال په دې موسم کې ورځي لنډي او شپې اوږدیږي. په دې موسم کې د آلمان د اکثرو ونو پاڼي خپل رنګ بدلوي. کله چې د مني فصل پر خلاصیدو شي د دغو رنګه رنګه پاڼو رژیدل هم پیلیږي.
آتشي«طلايي» رنګه وني
د سپتمبر میاشتې له پيل څخه د زرغونو پاڼو رنګ بدلیدل او رژیدل پيلیږي. د یوې میاشتي په اوږدو کې داسي معلومیږي لکه پر مځکه باندي چي غالي اواره شوې وي. د مني په فصل کې د آلمان ځنګلونه او د ښارونو پارکونه داسي سور يا آتشي رنګه ښکاري لکه ځان چي يې په یوه طلايي رنګه څادر کې رانغښتی وي.
سیل او خوشحالي
د مني موسم د قدم وهلو موسم هم وي، په ځانګړې توګه په هغه وخت کې کله چې د ښایست او ښکلا رنګونه هرې خوا ته تيت او پرک وي. په دې وخت کې د آلمان هوا«د حرارت درجه» په سړېدو پيل کوي.
د سړې هوا له پاره زېرمه کول
ځنګلونه د ونو د سرو موږکانو اصلي ټاټوبۍ وې، خو هغه د خلکو د استوګنې د کورونو تر ځنګ په باغونو او پارکونو کې هم لیدل کیږي. وچې میوې، زړي لرونکې خسته باب، او داسې نور... د دغو موږکانو په زړه پوري خواړه تشکیلوي. دا حیوان د مني په فصل کې د ژمي له پاره خواړه زېرمه کوي.
د اورښتونو پیلیدل
د پاڼو د رنګ بدلیدل د هوا د بدلون او د بې وخته اورښتونو معنی هم لري. په دې موسم کې نو نوري هغه تودې او ښایسته غرمې هم یاري نه کوې. هرکله چي تاسې بايد چترۍ له ځانه سره ولرﺉ نو په دې پوه شی چې همدغه د مني اصلي وخت دی.
میوې پخیږي
په آلمان کې هر کال په لسونه د شرابو فیستیوالونه لمانځل کیږي چې ډیر يي د مني په موسم کي وي. دا چې دغه فیستیوالونه د مني په موسم کې ولې جوړیږې یو علت يي دا دی چې په دې موسم کې د انګورو باغداران خپل حاصل راټولول پيلوې. په آلمان کې د راین او موزل د سیند پر غاړو یو شمیر دودیزي میلې لمانځل کیږي چې په هغو کې مختلف ډوله خواړه او شراب ویشل کیږي.
خواږه موسمي شربتونه
د آلمان په کومو سیمو کې چې د انګورو باغونه دي په هغو ځایونو کې له سپتمبر څخه تر اکتوبر میاشتي پوري د «فیدر وایسر» یا سپیني پڼکي په نامه شربتونه ترلاسه کیږی. دا د تازه انګورو څخه جوړ شوي جوس یا شربت وي. په دې شربتو کې د الکهولو اندازه لږ تر لږه ۴ فیصده وي.
د سمارق یا مرخیړیو لټون
ډیري آلماني کورنۍ د مني په موسم کې پلاستیکې بوټونه په پښو کوې او له یوه ټکري سره د ځنګل په لور روانیږي. په آلمان کې د مرخېړیو نږدي ۵۰۰۰ ډولونه موجود دي چې په دې کې یو شمیر يې زهري هم دي. په دغه هیواد کې د خرڅلاو له پاره د مرخېړیو راټولول منع دي.
د کډوانو مېله
د مني موسم د فصلونو د راټولو وخت دی. په دې موسم کې د کډوانو مېله د ځانګړي اهمیت درلودونکې وي. د آلمان په ډیرو سیمو کې دغه مېله جوړیږي. د کډوانو تر ټولو لویه مېله د لدوګ برګ په ښار کې لمانځل کیږي.
په آلمان کې د هیلووین مېله
د اکتوبر میاشتې په پای کې د آلمان په مختلفو کورنیو کې «پرې شوې کډوان چې په منځ کې يې شمعي لګول شوي وي» لیدل کیږي. د هیلووین مېله په دودیز ډول د آلمانانو مېله نه ده، خو په وروستیو څو لسیزو کې يې په دغه هیواد کې مینه وال ډیر شوي دي چې لوی علت يې د هالیووډ فلمونه، تلویزون او د امریکايي کلتور اغیز دی.
په رنګونو کي رڼا
رنګارنګ اليکينونه په آلمان کې د«سینت مارتینز ډي» د دودیزي او مذهبي مېلې یوه برخه ده چې د نومبر میاشتې په نږدېو وختونو کې لمانځل کیږي. ماشومان د مختلفو رنګونو کالي اغوندي او په لاسونو کي اليکينونه نیولې، په کوڅو او سړکونو باندي ګرځي.