1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د Grüne يا زرغون ګوند د خپل تأسيس ديرشمه کاليزه لمانځي

۱۳۸۸ دی ۲۳, چهارشنبه

دغه ګوند د يوه پارلماني انتقادي اتحاديې څخه د اټوم په مخالفينو ، بدبينه او يوه چپي ګوند څخه پداسي ولسي ګوند واوښتی ، چه حتی آلماني عسکر يې د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر افغانستان ته وليږل .

https://p.dw.com/p/LUkK
د زرغون د ګوند مشران، ښی خواته Cem Oezdemir او کيڼ خواته Claudi Roth
د زرغون د ګوند مشران، ښی خواته Cem Oezdemir او کيڼ خواته Claudi Rothانځور: AP

چا به داسي ګمان کاوه چه يو ګوند چه تر بې حده ډيرو مسايلو او جروبحثو وروسته د جرمني د کارلس روهه -Karlruheپه ښار کښي د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ پر ۱۳ جوړ شو ، اوواقعأ دي ۳۰ کاله وروسته هم لا پاته وي . تر هغه لا زيات داچه دغه ګوند د جرمني په سياسي جريان کښي يو ثابت قوت دی ، همدا اوس په یو شمیر ايالتی حکومتونو کی برخه لری او حتی مرکزي حکومت کښي يې ۷ کاله ګډ حکومت وکړ . د هغو حیرانونکو او له ماجراو ډکو بدلونو چی دغه ګوند په دغو ۳۰ کلو کښي ورسره مخامخ سوی دی هيڅ چا پيشبيني نسوای کولای ، د بیلګی په توګه :

دغه ګوند د يوه پارلماني انتقادي اتحاديې څخه د اټوم په مخالفينو ، بدبينه او يوه چپي ګوند څخه پداسي ولسي ګوند واوښتی ، چه حتی آلماني عسکر يې د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر افغانستان ته وليږل .

خو سربيره پر دغه له ماجرأ ډک جريان او شهرت څخه د زرغون ګوند خپله تأسيس ورځ په یوی آرامی فضا کی لمانځي .

په پارلمان کښي د يوه اپوزيسون د ګوندپه حيث ، او تر يوه حده پوري بيله کوم مشخص نظر درلودلو سره چه آينده به يې څنګه کيږي : يعني له کوم پرسونل ، کومو ملګرو او څه ډول موضوعګانو باندي بايد شروع وسي .

دا چی زرغون ګوند اوس ولی داسی هک پک حیران پاتی شوی چی څه وکړی علت یی د ګوندپه ضد ونقيض دريځ کښي پروت دی . که څه هم ګوند ۳۰ کاله د کاميابۍ څخه خبري کوي ، خو داسي نه وه : په ۱۹۸۰ کال کښي زرغونيانو د اقليم او چاپیریال د ښه ساتلو ، د ژوندانه د مختلفو ډولو د په رسميت پيژندلو ، د ښځي او نارينه تر منځ د ډير مساوات او نوري داسی غوښتني طرح کړې . پدې ډول دغه حزب په اول سر کښي په خپلو غوښتنو کښي يوازي ؤ ، خو په تدريج سره نور خلک هم ددغو غوښتنو سره ملګري سول - وروسته حتی په يوه ثابت او منل سوي ګوندتبديل سو . خو جامعه تغير خوري ، او دا دې سبب سول چه رنګارنګ زرغون ګوند نور رنګارنګ نه دی . نو آيا سړي به ددغه حزب د پرستيژ له کبله چه د اقليم او چاپيريال ساتلو يواځنی ګوند دی ،د هغه له کبله نمرې ورکړی ؟ پداسي حال کښي چه د مسيحي دموکراټ دګوندڅخه د صدراعظمي انګيلا مرکل څخه په ټوله دنيا کښي د اقليم ساتونکي په حيث ستاينه کيږي . او آيا داچه کلونه کلونه زرغون ګوند د ډيرو وړکتونو د جوړولو ، يا ټولي ورځي د مکتب دپاره مبارزه کوله ، خو اوس ټوله نور ګوندونه هم په يوه پلا عين غوښتني طرح کوي ، نو آيا سړي ته به د پخوانيو کارو په خاطر نمرې ورکولای سي ؟

د آلمان د Karlsruhe په ښار کی ديرش کاله مخکی د زرغون د ګوند د تأسیس عمومی غونډه
د آلمان د Karlsruhe په ښار کی ديرش کاله مخکی د زرغون د ګوند د تأسیس عمومی غونډهانځور: picture alliance / dpa

داچه ددغه ګوند څخه لار ورکه ده ، نور دلايل يې دادي ، چه زرغونيانو ډير کلونه د سوسيال دموکراټانو سره اييتلاف جوړ کړی ؤ ، خو اوس هغه ډير ضعيف سوی دی ، او زرغون ګوند غواړي خپله دروازه د نورو ګوندو سره د اييتلاف دپاره هم خلاصه کړي ، خو ليکن پر هغه باندي اعتماد نه کوي ، لکه مثلأ د هامبورګ په ايالت کښي د مسيحي دموکراټانو سره اتحاد .

د دغه ګوند په مرامنامه کښي ډير تغيرات راغلي دي : مثلأ د الماني پوځ يا سولي او جنګ په مسايلو کښي ددغه ګوند دريځ دومره تغير کړی دی ، چه پخوانۍ ريښې ، مثلأ د سولي ديوه حرکت ريښې نوري ندي ورته پاتی .

زرغون ګوند دپرسونل د لحاظه هم د مشکلاتو سره مخامخ دی . د کلونو کلونو راهيسي د عين اشخاصو لخوا رهبري کيږي ، ځوان نسل هغه ته لار نلري ، او يا داچه اعتماد نه ورباندي کيږي .

پدې ډول دزرغون ګوندڅخه په اوس وخت کښي لار ورکه ده ،په تيرو کلو کښي يې ډيري پورته او ژوري وهلي دي ، او راتلونکی به يې هم احتمالا همدغه ډول وي ، او ددې دپاره چه دغه ګوند د نورو ګوندو سره ايتلاف وکړی ، نو ډيرو ځوانانو او ښو نظريو ته ضرورت لري

ينز توراو/ قاسم نوری

کتونکی: عبدالباری حکيم