د آلمان د کورنيو چارو وزير افغانستان ته تللی
۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبهد آلمان د کورنيو چارو وزرات په يوې خبر پاڼي کي راغلي دي، چي فريدريښ به په کابل، مزار شريف او کندوز کي د افغانستان د ملي پوليسو د روزني د بهير له وضعييت ځان خبر کړي.
په مزارشريف کي د دويچه ويله خبريال وايي، چي د جرمني د کورنيو چارو وزير په نوموړي ښار کي د افغان پوليسو د روزني يو مرکز پرانيست.
په اوسني وخت کي د آلمان څه د پاسه 200 پوليسي روزونکي په افغانستان کي په کار بوخت دي. فريدريښ د خپل سفر څخه مخکي په برلين کي وويل، چي د هغه هيواد به وروسته له 2014 کال څخه هم د افغان پوليسو د روزني پروګرام ته دوام ورکړي.
وروسته له هغي چي د صدراعظمي انګيلا ميرکل په ايتلافي حکومت کي د سوسيال مسيحي ګوند نوموړي سياست وال د مارچ د مياشتي را په دې خوا د کورنيو چارو وزير سوی، دا افغانستان ته د هغه لومړي سفر دی.
هغه افغانستان ته په رسيدو سره وويل:« د پوليسو روزني ته وروسته له دې هم اړتيا شته، ترڅو په نړيواله ټولنه کي آلمان خپله دنده په ښه توګه ترسره کړای سي.»
د آلمان د کورنيو چارو وزير په خپلي وينا کي زياته کړې، چي « له نهو کلونو را په دې خوا د آلمان د پوليسو کارپوهان په افغانستان کي د ملکي امنيت د جوړښتونو په جوړولو کي د ارزښت وړ خدمتونه تر سره کوي.»
هغه وويل: « په دې موده کي افغان پوليسو ډيري لاس ته راوړي لري.»
هغه به د خپل دې سفر په ترځ کي د آلمان د پوليسو له روزونکو او دغه راز د افغاسنتان له سياسي او پوځي مسوولينو سره هم وګوري.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل