1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار په بازار کې مهاجرو ته نوې اسانتیاوې

آژآنسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

د آلمان د کار وزارت یوه نوې مقرره خپره کړې ده چې له مخې یې مهاجرو ته د کار په بازار کې یو لړ سهولتونه رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/1JcWy
Vorbereitungskurse für Flüchtlinge Studium
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د دغې مقررې پر اساس هغه قانون چې د کارمند په ګمارلو کې لمړی حق د آلمان او د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیده، د آلمان په اکثرو ادارو کې غیرنافذ ګرځول شوی دی. دغه مقرره د اګست له شپږمې نيټې څخه اجرا کیږي.

د آلمان د کار وزیرې اندریا ناهلیس د جمعې په ورځ(اګست ۵ مه) پلازمینه برلین کې یوه نوې مقرره خپره کړه، چې پر اساس یې د کار په برخه کې د ۱۵۶ سیمیزو ادارو له ډلې څخه، ۱۳۳و کی یې د «لمړي حق لرلو د کتنې» قانون، د کار غوښتونکو مهاجرو او هغو کسانو لپاره چې موقتي اقامي لري؛ د درو کلونو لپاره په تعلیق کې راوړل کیږي. په پام کې ده چې دغه نوې مقرره له شنبې ورځ ( ۶م د اګست ۲۰۱۶) څخه اجرا شي.

په دې اساس، هغه مهاجر چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې درخواستونو په باب تصمیم ندی نیول شوی، وروسته له درو میاشتو کولای شي د کار بازار ته داخل او کار وکړي.

تر دې دمه د کار په چارو کې د آلمان د قانون له مخې د کار کولو لمړی حق د آلمان او د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو اتباعو ته ورکول کیده، په دې اساس د هر کار لپاره به، په لمړي سر کې پلټنه ترسره کیده چې آیا اړوند پُست ته آلمانی یا د اروپايي اتحاديې غړي هیوادونو څخه مناسب کس شته، که نه. ناهیلس وویل:« دا د هغو کسانو لپاره چې مونږ ته راځي او غواړي دلته ځان اعیار او ژوند وکړي د موفقانه ادغام په برخه کې یو بل اساسي ګام دی».

د آلمان د کار اداره په خپل قول وايي، د دې لپاره چې د سیمیزو بازارنو وضعیت په نظر کې ونیول شي، نوې مقرره یې ایالتي ادارو سره د ډیرو نژدې اړیکو په شتون کې همغږې او تصویب کړې ده.

خو د کارموندنې په پاتې ۲۳ نورو محلي ادارو کې لا هم « د لمړي حق د پلټنې» پخوانی قانون نافذ دی. دغه قانون د هغو پناه غوښتونکو مهاجرو او هغو کسانو چې موقتې اقامې یې ترلاسه کړي وي د اقامت په ۱۵ لمړیو میاشتو کې د تطبیق وړ دی.

دغه ادارې د آلمان په بایرن، ناردراین وستفالن او میکلنبورګ فورپومرن کې قرار لري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.09.2015):