1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار وزیره: مهاجرت یو لوی چانس دی

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۲۶, شنبه

د آلمان د کار وزیره اندریا ناهلِس په دې اند ده، چې دغه هیواد ته د ګڼ شمیر مهاجرو ورتلل د آلمان د کار بازار له پاره یو لوی چانس او ښه فرصت دی.

https://p.dw.com/p/1JPvy
Global Media Forum Nahles Interview DW
انځور: DW/M. von Heine

د آلمان د کار وزیرې اندریا ناهلِس ټینګار وکړ، چې د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام بهیر باید د امکان تر حده په چټکۍ سره ترسره شي. ناهلِس، آلماني مجلې شپیګل سره په مرکه کې وویل، د کاري متخصصې قوا کمښت ته په کتو، د مهاجرت بهیر دوام، خوشاله کونکی دی.

هغې په دې اړه د آلمان حکومت د ادغام قانون ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په دغه قانون کې «مهاجرو» له پاره د کار په بازار کې شرایط برابر شوي دي.

اندریا ناهلِس:« کوم څه چې شتون نلري، هغه زړورتیا او چمتوالی دی، په ځانګړي توګه د آلمان د اقتصادي برخو لخوا».

هغې پر دې نیوکه وکړه، چې د آلمان یو شیمر سترو شرکتونو ډیر کم شمیر مهاجر په کار ګمارلي دي.

ناهلِس ټینګار وکړ:« زه هیله منده یم چې اقتصادي برخې دې په دې لار کې زیات زحمتونه ترسره کړي».

د آلمان د کار وزیرې وویل، که مونږ په ریښتیا سره وغواړو چې د مهاجرو د ادغام بهیر په بریا سره ترسره شي، نو باید له مسئولیتونو څخه اوږه خالي نکړو. «سیاستوال په یوازې سره نشي کولای چې په دې برخه کې بریالي شي» او کم جرأتۍ لپاره کوم دلیل شتون نلري.

اندریا ناهلِس دا واضح کړه چې په آلمان کې دې هيڅ څوک دا اندیښنه نلري چې د مهاجرو لپاره به خپل کار له لاسه ورکړي. هغې وویل دا کار ځکه شونی نده، چې اوس د کسبونو کچه او کاري امکانات، د زیاتیدو په حال کې دي.

نوموړې وویل چې د دې کار یو دلیل د مهاجرو سیلونو راماتیدل دي.