1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پوهنې او څېړنو وزيرې استعفا وکړه

آی اف پي، دي پي آی، رويترز، نسيم صابر۱۳۹۱ بهمن ۲۱, شنبه

په خپله دوکتورا کې د علمي غلا له کبله تر فشار لاندې راغلې د آلمان د پوهنې او څېړنو وزيرې، انېته شاوان، استعفا ورکړې ده. لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل د شنبې ورځې په يوه مطبوعاتي غونډه کې د دې خبرې اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/17bOU
انځور: REUTERS

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه) د دوسلدورف پوهنتون له انېته شاوان څخه د دوکتورا لقب بېرته اخيستی و. نوموړي پوهنتون تور لګولی دی چې شاوان څه د پاسه دېرش کاله وړاندې «په سيستماتيک او قصدي ډول» د خپل تيزس ځينې برخې له نورو څخه کاپي کړې دي بې له دې چې له سرچينو او ماخذونو څخه په سم ډول يادونه وکړي. دا حالت د آلمان د لومړۍ وزيرې لپاره، چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې غواړي د خپلې دريمې دورې لپاره لومړي وزارت ته ودريږي، د زغملو وړ نه و.

نوې وزيره يوهانه وانکه نوميږي

د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزيره، يوهانه وانکه، به د انېته شاوان ځاي ونيسي او د آلمان د پوهنې او څېړنو راتلونکې وزيره شي. دغه اعلان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل په برلين کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وکړ.

د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزيره يوهانه وانکه
د نيدرزاکسن آيالت د علمي چارو وزيره يوهانه وانکهانځور: picture-alliance/dpa

وانکه به د راتلونکې بنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳کال د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه) د نومول کېدو سند د آلمان د ولسمشر يواخيم ګاوک له خوا تر لاسه کړي.