د آلمان د پخواني صدراعظم هلموت کول، خاورته د سپارلو مراسم
۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبهد اروپا په ځايي وخت ۳ بجې او ۲۰ دقیقو د هلموت کول تابوت چې اوسمال د آلمان په بیرغ کې پیچلی دی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د هغه پلرني ښار یعنې د لودویګس هافن ښار ته د انتقالیدو په حال کې دی او بیا وروسته به د راین سمندر کې یوې کښتې ته انتقالیږي. له هغه ځایه به د هغه د کورنۍ د غړو او د ملګرو سره یوځای په خپل پلرني ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
د کول تابوت مخکې له دې چې د سپییر په نامه ښار کې خاور ته وسپارل شي، د هغه د زیږیدنې ښار یعنې لودویګس هافن ته انتقال شو. هلموت کول له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۹۸م کلونو پورې د ۱۶ کلونو له پاره د آلمان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه او د روانې جون میاشتې په ۱۶ نیټه په ۸۷ کلنۍ ومړ.
د اروپا په ځايي ۱۲:۵۵ بجو د هغه د جنازې او ویناوو مراسم د اروپايي ټولنې د پارلمان په ودانۍ کې پای ته ورسیدل. د هغه تابوت په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په بیرغ کې پیچلی وو، د هلیکوپتر په مټ له دې ځای څخه د هغه پلرني ښار یعنې لودویګ هافن ته انتقالیږي.
د کول د جنازې په مراسمو کې د اروپايي ټولنې، آلمان او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه ګڼ شمیر لوړپوړو چارواکو برخه اخیستي وه. په دې مراسمو کې آلمان د صدراعظمې انګلامرکل ترڅنګ، د فرانسې اوسنی ولسمشر، د روسیې لومړی وزیر دیمیتري میتودیف او د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر بل کلنټن هم ګډون کړی وو.
د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل یو وخت د کول سره ګډ کار کوو. نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې کول د آلمان په یوځای کیدو کې ډیر مهم رول لوبولی.
د ګډونوالو په کتار کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم د کول له کړنو او هڅو ستاینه وکړه او ویې وویل چې تاریخ به زموږ په هکله هم قضاوت وکړي چې هغه پول چې هلموت کول رغولی، موږ یې په هکله څه وکړل.
سربیره پر دې، د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میتویدیف بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د آلمان او روسیې اړیکو په اشاره وویل چې هلموت کول په دواړو هیوادونو کې د سولې د راوستو له پاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې له کول څخه به په روسیه کې د یوه ملګري، هوښیار او ریښتیني شخص په توګه تل یادونه وشي.
بل لوري ته بیا د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر، بل کلنټن په داسې حال کې چې له لیکلې بڼې پرته یې خبرې کولې وویل چې هلموت کول غوښتل داسې یوه نړۍ جوړه کړي چې پکې یوڅوک په بل چا واک ونه لري.
نوموړي په داسې حال کې چې هلموت کول ته یې خطاب کوو وویل چې تا د خپل ژوند په اوږدو کې دغه څه ترلاسه کړل او هغو کسانو چې دغه نظریه یې په عملي بڼه ولیدله، له امله یې موږ له تا سره مینه لرو.