1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ټاکنو پر وړاندې د اقتصادي سکتور غبرګون

وینکل رولف/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ مهر ۲, سه‌شنبه

د آلمان پارلماني ټاکنې د صدراعظمې انګلا مېرکل مسیحي دیموکرات او د هغې متحد ګوند، مسیحي سوسیال وګټلې. دا چې مېرکل د حکومت د جوړولو دنده پر غاړه اخلي، د آلمان د اقتصاد او مالي بازار لوبغاړي خوشحاله دي.

https://p.dw.com/p/19n7J
انځور: JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images

خو دا چې د پانګوالو او سوداګرو پلوي ګوند، لیبرال دیموکرات په ټاکنو کې پاتې راغی، نو اوسنۍ صدراعظمه د یوه راتلونکي حکومت د جوړیدو له پاره باید د یوه ایتلافي ګوند په لټه کې شي.

د آلمان د اقتصادي سکتور ډیرو استازو هیله درلوده چې لیبرال دیموکرات گوند په فدرالي شوری یا بوندستاګ کې پاتې شي او د راتلونکو څلورو کلونو له پاره به د انګلا مېرکل له اوسنیو ایتلافي ملګرو سره خپل حکومت ته دوام ورکړي. خو د هغوی په نظر اوس نه یوازې د پانګوالو او سوداګرو پلوي ګوند په یوه نوي حکومت کې ګډون نه شي کولای، بلکې ښایي داسې یو ګوند له مېرکل سره په حکومت کې برخه واخلي چې هغه بل ډول اقتصادي سیاست غواړي، په خاصه توګه د مالیاتو د ورکړې په برخه کې.

د بیلګې په توګه د آلمان کابو ټولو ګوندونو د مالي انتقالاتو پر سر د مالیې د وضع کولو پلوي کوله، حال دا چی لیبرال دیموکراتانو له دې ډول مالیې سره تر پای پورې مخالفت وکړ.

د آلمان د کیل، په اقتصادي انستیتوت کې، یواخیم شایده، د لیبرال دیموکرتانو دا مخالفت د هغوی د سیاست نیمګړتیا ګڼي:

«زما په نظر دا د هغوی یو کمبود دی. خو سړې باید ووایي چې پخوا هم لیبرال دیموکرات هغسې یو څه نه وو، چې باید وای. یعنې په حکومت کې باید هغوی د اقتصاد د بازار د اصلاح غوښتونکو په توګه عمل کړای وای، هغه څه چې یې ونه کړ. نو همدا وجه ده چې د رایې ورکوونکو له خوا یې سزا ولیدله.»

یواخیم شایده
یواخیم شایدهانځور: privat

په نوي پارلمان کې د ټاکنو په نتیجه کې د ګوندونو د شمولیت په پام کې نیولو سره اوس د قانوني «حد اقل معاش» د موضوع تصویب، تقریبا یقیني شوی ښکاري. د اقتصاد په مختلفو سکتورونو کې د قانوني «حد اقل» معاش ټاکل د سوسیال دیموکرات او زرغون ګوندونو ستره انتخاباتي موضوع وه. هغوی تل غوښتل چې حکومت باید اړندو سکتورونو ته هدایت ورکړي چې خپلو کارکوونکو ته حد اقل معاش ومني چې د کار په نتیجه کې د هغوی ژوند تأمین شي. محافظه پال ګوندونه له دې سره مخالف وو او استدلال یې کاوه چې دا د هر شرکت او د هغه د کار کوونکو خپلمنځي روغه جوړه ده. دا چې اوس لیبرال دیموکرات په دې موضوع باندې په پارلمان کې د بحث کولو له صلاحیت څخه بې برخې شو، د اقتصادي سکتور استازی اندیښنه لري. د آلمان د صنعتي صنفي اتحادیو عمومي رئیس، اولریش ګریلو په بې وزلو باندې د شتمنو د شتمنیو د ویش بحثونو ته په اشارې سره وایي چې په تیرو وختونو کې په کافي اندازه د «ویش د عدالت» پر سر خبرې شوي دي، خو ډیر لږ په دې هکله بحثونه شوي دي چې څرنګه اقتصادي وده خوندي وساتله شي:

«موږ د انتخاباتي مبارزې په وخت کې ډیر لږ هدف لرونکي اقتصادي او صنعتي سیاست باندی خبرې کړي دي، حال دا چې په دی هکله موضوعات ډیر زیات دي: د انرژۍ د منابعو بدلون، مالیات، پانګه اچونې. په دغو موضوعاتو باید خبرې وکړو. له دې لارې موږ کولای شو چې د اتو میلیونو کار کوونکو په استازیتوب وغږیږو، هغوی غواړي چې د کار کولو لمن پراخه شي، اقتصاد وده وکړي.»

نوموړی وایي که چیرې دا ډول موضوعاتو ته مو د حل لارې پیدا کړې، نوبیا سړی کولای شي چې د شتمنیو د ویش خبره یاده کړي. د آلمان د صنعتي اتحادیو د رئیس ګریلو، په نظر که چیرې شتمن نه وي، نو پر بې وزلو به څه وویشل شي.

د نوموړي له دې ډول اندیښنې سره سره، د آلمان د اقتصادي سکتور استازي په عمومي توګه خوښ دي چې د انګلا مېرکل ګوند ستر بریالیتوب لاس ته راوړ. دا چې هغه اوس له چا سره ایتلافي حکومت جوړوي، د هغوی په نظر، دوهمه خبره ده. مهمه خبره دا ده چې تر یوې کچې به پخوانی اقتصادي سیاست دوام پیدا کړي او له دی سره به د آلمان د اقتصاد وده خوندي پاتې شي.