د آلمان د وسلو د صادراتو پر سر شخړه
۱۳۹۳ مرداد ۷, سهشنبهد آلمان په شمول د اروپا د اتحادیې او شمالي اتلانتیک ناتو ډیر غړي هلې ځلې لري چې خپل دفاعي لگښتونه کم کړي. د دغو لگښتونو د کمولو یوه لاره دا ده چې هغوی د خپلو هیوادونو د وسلو له جوړوونکو شرکتونو څخه خریدارۍ محدودې کړي. په همدې وجه د ناتو او د اروپا د اتحادیې څخه بهر یا په اصطلاح دریم گړو هیوادونو ته د وسلو له صادراتو سره د دغو شرکتونو د عایداتو یو زیاته برخه پوره کوي. په ۲۰۱۳ کال کې د وسلو د صادراتو ۶۰ سلنه برخه دریم گړو هیوادونو لکه سعودي عربستان، اندونیزیا او الجزایر ته ترسره شوې ده.
خو اوس د آلمان د اقتصاد وزیر زیگمار گبرایل، چې په ائتلافی حکومت کې د صدراعظمې انگلا میرکل مرستیال هم دی ویلي دي: «د وسلو صادرات د آلمان د اقتصادي سیاست وسیله نه ده او په حقیقت کې د بهرني او امنیتي سیاست وسیله ده. که چیرې سړی پام ونه کړي نو کیدای شي چې دا ډول تجارت دیر ژر د مرگ په سوداگري بدل شي.»
گبرایل چې د سوسیال دیموکرات د گوند مشر هم دی د خپل هیواد له رسنیو سره په مرکو کې وویل چې د نړۍ له دیکتاتورو رژیمونو سره چې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي باید د وسلو تجارت بند شي.
خو د گبرایل دغه ډول یادونې د حکومت د دوو نورو ائتلافی گوندونو مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال اتحادونو له خوا تر نیوکو لاندې راغلی دی.
د باوریا د ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، چې د مسیحی سوسیال اتحاد مشر هم دی د اقتصاد د وزیر یادونو ته په اشارې سره وویل چې د ایتلاف د تړون پر خلاف هغه له دا ډول یادونو سره د وسلو د صادراتو مخه نیسي او دا د کارونو د کمولو په قیمت تمامیږي. زیهوفر د خپل هیواد «ولت ام زونتگ» نومې ورځپاڼې ته په مرکه کې د اقتصاد وزیر تورن کړ چې له دی ډول خبرو سره «د وسلو د صنعت ستونزې نورې هم زیاتوي او غوښتنه ېی وکړه چې د آلمان امینتي او اقتصادي گټې په پام کې ونیسي.»
د اقتصاد وزیر گبرایل دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د ائتلاف په تړون کې واضح لیکل شوي دي چې د کاري مشغولتیا دلایل یعنې د کار ځایونو له منځه تلل باید په هیڅ صورت سره د جنگي وسلو او پوځي وسایلو په صادراتو کې نقش ونه لوبوي.
گبرایل پر فرانسې او بریتانیا باندې نیوکه وکړه چی غواړي پر روسیې باندې پوځي تجهیزات: «زما په نظر دا یو معقول حل نه دی. که چیرې موږ دا کار وکړو نو په خپل لاس د جگړې موضع روسیې ته پریږدو.»
گبرایل یادونه وکړه چی د وسلو له تولیدي شرکتونو څخه باید غوښتنه وشي چې «داسې کار ونه کړي». هغه وویل چې د وسلو د تجارت په برخه کې یوه گډ اروپایي دریځ ته اړتیا شته.