1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مالیې وزارت کې یو چادونکی پاکټ موندل شوی

۱۳۹۵ اسفند ۲۵, چهارشنبه

د آلمان د مالیې وزارت د پوسته خانې په دفتر کې یو پاکټ چې چادونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي ؤ، موندل شوی دی. دغه انفجاري مخلوط چې اوس شنډ کړای شوی دی، کیدای شوای چې څوک يې سخت ټپي کړي وای

https://p.dw.com/p/2ZFhI
Bundesfinanzministerium in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/K.-D. Gabbert

د آلماني رسنیو د  رپوټونو له مخې چې د آلمان د فدرالي جنايي پولیسو په حواله یې ورکړی دی، د آلمان د مالیې وزارت د پوسته خانې دفتر ته یو پاکت استول شوی ؤ چې په هغه کې چاودونکي توکي موندل شوي دي.  د برلین پولیسو خبر ورکړی چې  له پلټني څخه ښکاري چې په دغه پاکټ کې انفجاري مخلوط ځای پر ځای شوی ؤ. پولیسو ویلی دي چې دغه انفجاري مخلوط چې د لگیدو پتلې ور سره نښلول شوی وه، د کارپوهانو له خوا سمدلاسه ځای پر ځای په پوسته خانه کې شنډ کړای شوی دی.

د  پولیسو مامورینو ویلي دي  چې د پاکټ د پرانیستلو سره کیدای شوای چې یو څوک سخت ټپی شوي وای. د دغې  پاکټ او دا چې د چا له خوا او په څه مقصد  نوموړي وزارت ته استول شوی ؤ، نورې پلټنې روانی دي.

آیا دا پاکټ د مالیې وزیر شایبلی لپاره ؤ؟

دغه مشکوک پاکټ نن له غرمې څخه مخکې کشف شوی دی.  هیڅوک په دې پیښه کې ټپیان شوي نه دي.  دا چې آیا دا پاکټ د آلمان د مالیې وزیرو ولفگانگ شایبلی په نامه استول شوی ؤ او که د بل چا، پولیسو د پلټنې د دوام د وجوهاتو له امله معلومات ور نه کړل. آلماني ورځپاڼې، «بلید» او د برلین ورځپانې  رپوټ ورکړ چې دا پاکټ په مستقیمه توگه د مالیې وزیر په نامه استول شوی ؤ. خو نوموړي وزارت په دې  له څرگندونو څخه ډه ډه وکړه.