1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د لومړی وزارت مرستيال غواړي استعفاوکړي.

۱۳۸۶ آبان ۲۳, چهارشنبه

د آلمان په ايتلافي حکومت کي ددې هيواد د سوسيال ديموکرات ګوند مُهم غړی فرانس مونته فېرنګ له استعفا څخه وروسته د جرمني په پارلمان کي د سوسيال ديموکرات د پارلماني ډلي مشر پيترشتروک ويلي دي چي دوی به په ايتلافي حکومت کي خپلي پخوانۍ تګ لاري ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/DKGx
فرانس مونتي فېرنګ د سوسيال ديموکرات ګوند مهم غړی و.
فرانس مونتي فېرنګ د سوسيال ديموکرات ګوند مهم غړی و.انځور: picture-alliance/ ZB

په لوی ايتلافي حکومت کي فرانس مونته فېرنګ د لومړي وزارت مرستيال او د کار د چارو وزير و، چي د ده د استعفاڅخه وروسته سم دلاسه د سوسيال ديموکرات بل غړی فرانس والټرشټاين ماير، چي د آلمان د بهرنيو چارو وزير هم دی د لومړی وزارت د مرستيال په توګه نومولی دی.

د کار د چارو د وزير په توګه د مونته فېرنګ پر ځای د سوسيال ديموکرات د ګوند غړی اولاف شولڅ نومولی دی.