1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د صدارت لپاره د سوسيال د موکرات د ګوند کانديد: څلور مليونه کارونه تر 2020 کال پوري

۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

، شتاين ماي: «آلمان ښه راتلونکې په مخکې لري، او که وشي، په پوره باور راتلونکي ته نظر واچول شي، نو کيداي شي چي ټول خلک په کار واچول شي».

https://p.dw.com/p/J3VU
فرانک والتر شتاین مایر
فرانک والتر شتاین مایرانځور: dpa

د آلمان راتلونکو ټاکنو کې له سوسيال دموکرات گوند SPD څخه د آلمان د صدرات څوکۍ ته کانديد او موجوده د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شتاين ماير غواړي په راتلونکو لسو کالونو کې څلور مليونه نوي کارځايونه مونده کړي. د کارځايونه په صنايعو، روغتيايي چارو، روزنه او نوښتيزاقتصاد کې. شتاين ماير پلازمينه برلين کې د خپلې هغې وينا په لړ کې، چې خلک په ډېره ليوالتيا سره ورته سترگې په لارو وو، وويل، د ده پروگرام د ټولنيز اقتصادي بازار د نوي پيل د پاره يو مهال ويش غوندې دئ. سخت اقتصادي او مالي بحران آرماني سیاست ته اړه لري يعني د عملی کيدو وړ تصور ته. شتين ماير څرگندوي:

«که څوک په رښتيا سره هم له دې بحران نه د خلاصون لاره لټوي، نو بيا اول ټاکلي هدف ته ضرورت لري او بيا هغه هدف ته د رسېدنې او لارموندنې په منظور قطب نما ته. نو له دې مخې، درندو مېرمنو او ښاغلو، نن ورځ د آرماني سياست او د راتلونکو سترو موخو د ټاکلو وخت دئ.»

دوه مليونه کارځايونه کېدلي شي په صنايعو کې، نوښتونو او «شني يا زرغون نومي تکنولوژۍ» ته پر ورآوښتلو سره به وموندل شي. د دې تر څنګ عامه چوپړونه، د کار د موتور بڼه غوره کړي، روزنه، تعليم او تربيه او نوي کسبونه د ودې نور بازارونه جوړوي، هم هغه شان د روغتيايي چارو سياست.»

په څو راتلونکو کالونو کې به هلته دري سوه زره روغتياپال کمبود وي. بيا هم شتاين ماير:

«مونږ د يوه نوي عصر په پيل کې يو. بحران نړۍ تر هغه زياته بدلوي، چې ممکن مونږ يې تصور وکوو، نو ځکه د سپتمبر د 27 ورځې ټاکنې يواځې د شتاين ماير او ميرکل ( د آلمان اوسني صدراعظمي) ټاکنې نه دي. خبره دا ده چې، آلمان به په راتلونکو لسو يا شلو کالونو کې، له بحران څخه وروسته کالونو کې، له بيا يوځاي کېدنې څخه پس د ترټولو لويې ننگونې يا چلنج کالونو وروسته څه ډول ښکاري.)

مخکې له هغه چې د شتاين ماير لخوا د آلمان د پلان جزئيات په ډاگه شي، د نيوکو تر بريدونو لاندي ونيول شول. چپيانو پر شتاين ماير باندې تور ولگاوه، چې نه عملي کېدونکي پلانونه او غوښتنې لري.

د مسيحې سوسيال ټولنې(CSU) غړي او د اقتصاد وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ Karl Theodor zu Guttenberg هم د آلمان د فدرال شورا يا Bundestag په ټاکونو کي د پوچو او بې معني ژمنو څخه گواښ وکړ او زياته يې کړه:

«زه احساس کوم، چې زمونږ په هېواد کې خلک په حق سره ستړي شويدي، کله چې ورته له ټاکنو مخکې لويې ژمنې ورکول کيږي او داسې عددونه ورته په خوله راوړل کيږي، کوم چې بايد اول وآزمايل شي.»

شتاين ماير په خپله وينا کې په ډاگه کړه، چې د ده پلانونه د ماليې له کمونې سره نه شي عملي کېدلي. نو ځکه يې د ښې روزنې د پاره پر ماليه باندې د ملگرتيا يا همبستگۍ د پيسو وړانديز وکړ.

ده دا نيوکې په کلکه سره رد کړې، چې وايي له لوړو غوښتنو سره انتخاباتي سياليو ته دوام ورکوي. شتاين ماير وايي:

« زما د پاره اوس په دې وخت کې دا د اهميت وړ کار دئ، چې راتلونکې ته سم نظر واچوو. نو ځکه زه تاسې ته يوځل بيا وايم. راتلونکو لسو کالونو ته په نظر اچولو سره، لکه څرنگه چې ما ته ښکاري، هو پوره کارموندنه ممکنه ده او زه ژمنه کوم چې د دې کار د پاره به کلکې هلې ځلې کوم.»

د آلمان د صدارت لپاره د سوسيال د موکرات د ګوند کانديد، شتاين ماير وويل:

«آلمان ښه راتلونکې په مخکې لري، او که وشي، په پوره باور راتلونکي ته نظر واچول شي، نو کيداي شي چي ټول خلک په کار واچول شي».

مارکس بيتينا/ عارف وردک

کتونکی: عبدالباري حکيم