1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزير په کندوز کې خپلو عسکر و ته ورغلی دی

۱۳۸۷ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د جرمني ددفاع وزير په کندوز کښي د آلماني عسکري قطعې د ليدو پر وخت د عسکرو د جرأت ستاينه وکړه.

https://p.dw.com/p/FATG
په کندوز کې د آلمان د دفاع وزير Franz Josef Jung
په کندوز کې د آلمان د دفاع وزير Franz Josef Jungانځور: picture-alliance / dpa

«طبعأ چه په اوس وخت کي وضع ډيره هيجاني ده، خصوصأ هغه وخت چه دوی وزي، او ځان وژونکي بريدکونکي پر موټر سايکلو باندي په حرکت کي وي، او دوی د مستقيم خطر سره مخامخ وي، نو بيا طبعآ چه سړی تشويش کوي. خو زه بايد ووايم چه زه ډير متشکر يم او هم افتخار کوم، چه زموږ عسکر خپل عمليات په ښه ډول پر مخ بيايي. دوی ښه روزنه ليدلي ده، او ښه مجهز هم دي، او هغوی پر دغه هيجاني حالت سربيره، ډيرجرأت هم لري.»

څو ورځې مخکی په کندوز کې يو آلماني عسکر ووژل شو
څو ورځې مخکی په کندوز کې يو آلماني عسکر ووژل شوانځور: AP

دا چه وضع څونه هيجاني ده، هغه سړی کولی سي، د هري ورځي د خبرونو څخه واوري، چه په هغه کي آلماني عسکرو ته د ځان وژونکو بريدو او يا چاوديدنکو موادو د چاودوخبرداری ورکول کيږي. دا چه څونه دغه تهديدونه بايد جدي ونيول سي، د دې څخه ښکاره کيږي چه تيره دوشنبه کله چه يوه ځان وژونکي بريدکونکي د جرمني دعسکرو د يوې ګزمې څخه ۲۰۰ متره ليري ځان هوا ته والوزاوه.

د دفاع وزيرد هغو عسکرو سره هم خبري وکړې، چه په خپل ورځنی کار کي طبعآ تشويش هم کوي. يوه عسکر وويل: «د يوه طرفه دا ورځنۍ موضوع ګرزی، ځکه چه دغه تهديدونه هره ورځ موجود دي، د بله طرفه هر تهديد بايد سل په سل کي جدي ونيول سي، او د امکان تر حده ورته تياری ولرو.»

د دفاع وزير د کندوس د والي، او همدارنګه د پښتنو ديوه قومي مشر سره هم وکتل. دغه قومي مشر د آلماني پوځ او يوې کورنۍ تر منځ منځګړيتوب وکۍ، چه تيره پنجشنبه يې د آلماني عسکرو لخوا د کورنۍ غړي وژل سوی وه. د دې دپاره چه د وينو د بدل څخه مخنيوی سوی وي، موضوع د پيسو د ورکولو دلاري تر يوه حده پوري حل سوه. د دفاع وزير وويل چی « زموږ هدف دادی ،چه د خلګو سره کومک وکو ، يو اطميناني حالت رامنځته ته ، او موږ په ټول قوت سره کوښښ وکو، چه د ملکي خلګو د وژلو څخه مخنيوی وسي.»

د لومړی ځل لپاره څو ورځې مخکې آلماني عسکرو ملکي افغانان په کندوز کې ووژل
د لومړی ځل لپاره څو ورځې مخکې آلماني عسکرو ملکي افغانان په کندوز کې ووژلانځور: AP

يونګ د افغاني امنيتي قواوو د نوري روزني څخه هم خبري وکړې، او ويې ويل چه د پوليسو د روزني دپاره ډير څه ندي تر سره سوي، او دا به ښه وي چه په دغه ساحه کي نوره مرسته هم وسي.»

د کندوز والي انجينر عمر د يوه هيجاني او بې ثباته حالت څخه خبري وکړې. د يونګ څخه يې د آلماني عسکرو د ماموريت له کبله مننه وکړه، او ويې ويل چه افغانستان د آیساف کومک ته د پخوا په ډول اوس هم ضرورت لري، تر څو په دغه هيواد کښي ثبات او امنيت رامنځته سي.