د آلمان د دفاع وزير په مزار شريف کې
۱۳۸۵ بهمن ۱۷, سهشنبهاعلان
د آلمان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې هغه غوښتل دوې ورځې هلته تېرې کړي او عمومي وضع له نژدې څخه وڅاري. د آلمان پارلمان د چارشنبې په ورځ د ناټو د غوښتنې په سر پرېکړه کوي، چې په کې د آلمان د کشافي تورنادو الوتکو عمليات د افغانستان په جگړه ځپلي جنوبي برخه کې په نظر کې نيول شوي دي. يونگ وويل چې د اټکل له مخې د شپږو الوتکو دغه ماموريت «د افغانستان د ټولې خاورې په کچه» لازم دی. که د آلمان پارلمان دغه ماموريت ومني به الوتکې تر اپريل مياشتې پورې افغانستان ته ورسېږي او داسې ښايي چې دغه ماموريت به په لومړي پړاو د شپږو مياشتو دپاره تر سره شي.