د آلمان د دفاع وزير مالي ته سفر وکړ
۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبهد آلمان د دفاع وزير، توماس دېميزير د دوشنبې په ورځ په لومړي ځل د لوېديځې افريقا و مالي هېواد ته سفر کوي. په پلازمېنه باماکو کې اول له موقتي ولسمشر، ديونکوندا تراورې سره خبرې اترې په نظر کې نيول شوې دي.
له غرمې وروسته دېميزير غواړي چې د کوليکورو ښار ته ولاړ شي چېري چې د آلمان اردو له راتلونکې مياشت وروسته د مالي د ځواکونو له پاره د اروپايي ټولنې په روزنيز ماموريت کې ګډون کوي.
د دغه ماموريت له پاره آلمان څه نا څه ۳۳۰ سرتېري ګومارلي دي. د کوليکورو په نوم کوچنی ښار د جګړو له سيمې څخه دباندي، له باماکو څخه تقريبا ۶۰ کيلومتره لېري پروت دی. د آلمان اردو به په تېره بيا د مالي اردو د استحکامي واحدونو په روزنه کې مرسته کوي. سربېره پر دې به هغه د درملنې يوه کېږدۍ هم جوړوي.
په مالي کې فرانسوي ځواکونه د کال له پيل راهيسې د افريقايي ځواکونو په ملاتړ تندلارو ياغيانو پر وړاندې جنګيږي. د آلمان اردو اوس لا د څلورو الوتکو په مټ اکمالاتي مرستې تر سره کوي.
د دې له پاره اوسمهال ۹۰ آلماني سرتېري په ګاونډي هېواد سينګال کې مېشته دي. په روزنيز ماموريت کې به د آلمان اردو څه نا څه ۸۰ سرتېري ګوماري.
د مالي ماموريت ښايي له ۱۵ مياشتو زيات وخت دوام وکړي
د سينګال په پلازمېنه ډکار کې دېمېزير د يکشنبې په ماښام اټکل وکړ چې د اروپايي ټولنې دغه ماموريت به د پلانونو خلاف زيات وخت دوام وکړي:
«سړی نه شي کولای چې د مالي ځواکونه له ۱۲ تر ۱۵ مياشتو کې داسې وروزي چې هغوی دي د خپل هېواد امنيتي چارې پر غاړه واخلي.» دغه خبره د مسيحي ديموکرات ګوند سياستوال د مالي ځواکونو د وضعيت په اړه وکړه، او زياته يې کړه چې سړی بايد صبر ولري.
په اوس وخت کې د آلمان اردو د تندلارو ياغيانو پر وړاندې په جګړه کې د لوېديځې افريقا او فرانسې ملاتړ کوي. دغه خبره وزير هم وکړه. ويې ويل چې په راتلونکي کې به ښايي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ماموريت جوړ شي چې تر ۱۰۰۰۰ پورې سرتېري پکې په نظر کې نيول شوي دي.