1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د اساسي قانون د مهمو مادو تشريح

۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د طنز حد او سرحد تر کومه ځايه دئ؟ نجوني کولای سي په ښوونځي کي پوړنی پر سر کړي؟ په آلمان کي انتخابات څرنگه ترسره کيږي؟ دغه ټول موارد د آلمان اساسي قانون تعريفوي. موږ په دغه ويډيوگانو کي د اساسي قانون مهم اړخونه تشريح کوو.

https://p.dw.com/p/2dQCb
Screenshot Video DW Das Deutsche Grundgesetz
انځور: DW

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير (د مسيحي ديموکرات گوند غړی) په اپريل مياشت کي په خپلو څرگندونو سره د آلماني فرهنگ د اصلي قواعدو (Leitkultur) په برخه کي يو نوی بحث راپورته کړ. آلمان پر څه استوار دئ؟ په آلمان کي کوم اصول او ارزښتونه گډ ژوند تعريف کوي؟ ددې پوښتني جواب د آلمان اساسي قانون وايي. هغه قانون چي نن د می مياشتي پر ۲۳ نېټه ۶۸کلن کيږي. لومړۍ برخه: «انساني کرامت له تيري خوندي دئ»

ښځي په آلمان کي هغه حقوق لري لکه نارينه چي ئې لري، ځکه په قانون کي جنسيتي برابري تضمين سوې ده. خو په ورځي ژوند کي واقعيت بل څه دئ.

په آلماني کي ديني آزادي حاکمه ده، دولتي دين وجود نه لري. هرڅوک کولای سي خپله عقيده عملي کړي. حتي په هيڅ شي باور نه لرل (بې ديني) هم جواز دي. خو ديني آزادي هم خپل سرحد لري.

په آلمان کي د بيا آزادي ده. خو له هولوکاست (يهوديانو وژني) څخه انکار په هغه کي نه ده شامله. هغه څوک چي توهين، لمسون کوي يا درواغ وايي کيدای سي د اساسي قانون له مخي سزا ورکړل سي.

هغه کوچنی چي له آلماني مور او پلار څخه نړۍ ته راځي، آلمان دئ. څوک چي آلمانۍ مور او پلار و نه لري هم کولای سي چي آلمانی پاسپورت واخلي. خو د هغو شرايطو په پوره کولو سره چي د اساسي قانون په ۱۱۶ ماده کي راغلي دي.

صدراعظم کولای سي وزيران معرفي کړي، خو نه سي کولای چي قاضي له دندې گوښه کړي. اساسي قانوي دا ټاکي چي دولت، له جمهوررئيسه نيولې تر پارلمان او اساسي قانون محکمې پوري، څه صلاحيتونه او واک لري. دغه راز د حکومت بڼه هم په اساسي قانون کي تعريف سوی دئ. آلمان يو ديموکراتيک هيواد دئ.