د آلمان ددفاع وزير د کوسووا د مشر سره ګوري
۱۳۸۶ اسفند ۲, پنجشنبهاعلان
. د صربستان سياستمدارانو د نړيوالو ځواکونو کفور لخوا د سرحدي دروازو پر تړلو باندي سختي نيوکي کړي او ويلي يې دي چي د دې کار سره په کوسووا کي موجودو صربي سيمو ته د ورځنيو اړتياوو توکي نسي وررسول کېدای.
نن د صربستان په پلازمېنه بلگراد کي د کوسووا د بيلوالي پرضد مظاهرې او اعتصابونه رابلل سوي دي.
د آلمان د پوځ وزير فرانس يوزف يونگ غواړي نن د کوسووا په پلازمېنه پريشتينا کي د هغه ځای له مشر هاشم تاچي او آلماني سرتيرو سره وگوري.
د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ د کوسووا هيواد په رسميت وپيژندی.