د آلمان ددفاع وزير افغانستان ته رسېدلئ
۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبهديميزير په يو ناڅاپي سفر نن کندز ته ورسېدئ ترڅو په افغانستان کي له مېشتو آلماني سرتيرو څخه د هغوئ د خدمت په خاطر مننه وکړي.
د آلمان د دفاع وزير له دغو سرتيرو سره د ليدني کتني په وخت کي وويل، چي د افغانستان د ملي اردو د سرتيرو د روزني پروسه به نوره هم پياوړي شي، ترڅو له دغه هيواد څخه د بهرنيو سرتيرو وتل له پلان سره سم عملي شي او افغانان وکړاي شي چي د خپل هيواد امنيت په خپله وساتي.
د مسيحي ميلاد يا کريسمس د اختر د رارسيدو په خاطر ديميزير د خپلو سرتيرو سره د ليدني کتني په ترڅ کي له هغو څخه د هغو سرښندونو او خدمتونو په خاطر مننه وکړه چي تر اوسه پوري ئې په افغانستان کي سرته رسولي دي.
ديميز وويل چي د افغانستان امنيت د سيمي او نړۍ د امنيت له پاره خورا اهميت لري. هغه وويل:
«موږ بايد له افغانانو څخه وغواړو چي دوئ د خپل هيواد د امنيت د ساتني له پاره ابتکار په خپل لاس کي واخلي، آلمان او نړيواله ټولنه د هغوئ سره په دې لار کي مرسته کوي.»
هغه يادونه وکړه، چي د نوموړي هدف له پاره د «پارتنرينګ» يا «ګډي همکارۍ» پروګرام که څه هم ډير وروسته پيل شو، خو لږ تر لږه په دې لار کي ښه مرسته کولای شي.
د نوموړي پروګرام له مخي افغان او نړيوال ځواکونه په ګډه عملياتو کي ونډه اخلي او په دې توګه افغان ځواکونه د عمل په ډګر کي د امنيت د ساتني له آزموينو سره مخامخ کيږي.
ديميزير وويل چي د پارتنرينګ له ستراتيزي څخه بله لاره نه شته چي «وکړای شو دلته په امنيتي برخه کي پرمختګ رامنځ ته شي.»
ديميزير په عين وخت کي وويل چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو ايستل د پروګرام سره سم سرته رسول کيږي. خو هغه وويل چي هغه به د امنيتي وضعيت په پام کي نيولو سره قدم په قدم پلي شي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل