د آلمان حکومت د کډوالو لپاره نوی مقرره جوړوی
۱۳۸۶ فروردین ۸, چهارشنبهاعلان
د دی پر اساس به وروسته له دی هغه بهرنيان چې د آلمان دايمی ويزه نلري، خو په آلمان کښې يی اته کاله ژوند کړی وي، دلته په دايمی توگه پاتی کيدالای شی. خو په يوه شرط سره، چې تر کال دوه زره نه پوری د ځان لپاره کار پيدا کړی او لوړه ټولنيزه مرسته د آلمان د ادارو څخه تر لاسه نکړی.
دغه نوی مقرره د آلمان د حکومت د بهرنيانو د مسولی مېرمن ماريا بوهمر Maria Böhmer لخوا ستايل شوی دی.