د آلمان جمور رئيس خلک يووالي ته رابللي دي
۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبهاعلان
د آلمان ولسمشر یوآخیم ګاوک، د خپل هیواد خلک یووالي او د بهرنیانو قبلولو ته رابللي دي. ګاوک د کریسمس په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل چې آلمان تر اوسه پوري مالي کړکیچ په ښه ډول سبمال کړی دی او ښه اقتصاد لري. د هغه په خبره پر دې سربیره آلمان ښه سیاسي ثبات هم لري. خو هغه زیاته کړه چې اوس هم یو شمیر کسان د ناامنۍ احساس کوي او د بډایو او بېوزلو تر منځ واټن ډیر شوی دی. ګاوک د نورو تر څنګ د اقلیم د بدلون په اړه هم خبري وکړې او په افغانستان کې یې له آلماني سرتیرو څخه مننه وکړه.