1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان تورنادو ډوله الوتکې نن مزار شريف ته رسېږي

۱۳۸۶ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان په شمال کې د آلمان پوځ په نظامي هډه کې د تورنادو اکتشافي الوتکې کښته شوې. دغه شپږ الوتکې به په راتلونکي اونۍ کې تر ازمايښتي الوتنو وروسته د ناټو د ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

https://p.dw.com/p/DKJI
د تورنادو اکتشافي الوتکه
د تورنادو اکتشافي الوتکهانځور: AP/PIZ Luftwaffe
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنگين سپنتا له آلمان څخه مننه وکړه. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله هغه نيوکې رد کړې چې گواکې آلمان به د الوتکو د دې ماموريت د لارې د ترهگرو لخوا په نښه شي. څوک چې دغه استدلال کوي، د شويبله په وينا د علت او تاثر تر منځ توپير نه شي کولای.