1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان تورنادو الوتکې د ناټو تر قوماندې لاندې راغلې

۱۳۸۶ فروردین ۲۰, دوشنبه

د آلمان تورناډو ډوله څارگرې الوتکې په افغانستان کې سر له نن څخه د ناټو تر قوماندې لاندې فعاليت کوي. د ناټو ټلوالې دغه اکتشافي الوتکې غوښتې وې تر څو د نړيوال امنيتي ځواک ايساف ماموريت د هوا د لارې تقويه شي.

https://p.dw.com/p/DKJH
د آلمان دغه الوتکې به په جگړه کې ونډه نه اخلي
د آلمان دغه الوتکې به په جگړه کې ونډه نه اخليانځور: AP
ټاکل شوې ده چې دغه الوتکې به هوايي گزمې کوي او د پاکستان او افغانستان گډه پوله وڅاري. د آلمان دغه الوتکې به په جگړه کې ونډه نه اخلي. نوموړې شپږ الوتکې تېره اونۍ مزار شريف ته رسېدلې وې.