1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان بهرني سياست ته يوه کتنه

۱۳۸۹ مهر ۳۰, جمعه

د بهرنيوچاروزيرګيدو وستر ويله دغه مقام کي له کابو يوکال څخه وروسته په يوي وينا کي د آلمان د بهرني سياست ارزونه وکړه.هغه امریکا د آلمان ملګري اوروسيه ستراتيژيک همکار وبلل او د افغانستان وضعه له رڼا او سيوري سره پرتله کړ

https://p.dw.com/p/Pl36
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترویله
د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترویلهانځور: Marcin Antosiewicz

«موږ هيچا ته درس نه ښېوو، خو ځان پټول هم نه دي پکار.»

دا هغه جمله ده چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وسترويله پرې خپل بهرنی سياست تشريح کوي. نه تر حده زياته اغېزمنتيا او نه داسې لږه اغېزمنتيا چې نور ورڅخه هسې تېر شي. دا د وستر ویله په وينا په نړۍ کې د آلمان د نقش تر ټولو ښه تعريف دی.

په خپله وينا کې وېسترويله په هغو ټکو ډېر ټينګار کاوه، چې آلمان په کې څه موده مخکې لاسته راوړنې لرلې دي، يعنې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته لاره موندل او يا دا چې آلمان په اروپايي ټولنه کې يو لارښود نظر لري. وېسترويله وويل چې دی د اروپا په اړه ډېرې اندېښنې لري او مقصد يې په مالي چارو کې د ثبات خبره وه، ځکه چې د يونان ناورين دغې ډاډمنتيا ته يو لوی چيلنج ورمخامخ کړی دی.

هغه وویل:« د يورو ثابت پولي واحد، څه غير ثابت مقررات نه شي زغملی. ثابته يورو بايد د دې غم وخوري چې د يوې لحظې لپاره سياسي مخالفت تعيين کونکی نه وي، بلکې عيني شاخصونه بايد وټاکل شي، چې هر چا پورې اړه لري، که اړوند هېواد کوچنی وي او يا غټ وي.»

حتی 22 وارې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو په وړاندې د کسر په سر حقوقي دعوه راپورته شوې ده، خو هيڅکله هم بنديزونه پرې ونه لګول شول، چې له امله يې وېسترويله دغې خبرې ته ګوته نيسي.

وېسترويله د آلمان د صدراعظمی په پرتله د لا سختو بنديزونو غوښتنه وکړه. په عين حال کې يې د بېرته ملي کېدنې له سياست څخه اخطار ورکړ او ويې ويل چې آلمان د اروپايي ټولنې کلکه ننګه کوي. باورتيا او حساب د وېسترويله په خبره د ثابتو بهرنيو چارو اصلي ستنې دي، دغه خبره مثلا له ترکيې سره خبرو اترو پورې هم صدق کوي.

«هغه څوک چې د ترکيې په وړاندې ډېر ژر ور يا دروازه پورې کوي، له يو تاريخي چانس څخه تېريږي. له ترکيې سره د چلند په برخه کې هم راته څرګنده ده چې تړونونو بايد پلي هم شي. زموږ ژمنه ډاډمنه ده. ځکه نو په ټول ځواک سره دې ته کار کوو چې خبرې اترې له دواړو خواو څخه په رښتيني ډول او بې له دې چې پايلې يې معلومې وي، تر سره شي. داسې نه چې هغه هسې بندې پاتې شي.»

وېسترويله په خپله يو ساعته وينا کې امريکايان ملګري او روسيه ستراتيژيک همکار وبلل، وويل چې بې له هغو څخه په اروپا کې د امنيت تامينول ناشوني برېښي. د راکټونو يا توغنديو د دفاعي سيستم يا ډال په برخه کې بايد د ده په خبره لا پراخ بحثونه وشي:

«نن سبا د ګډو حل لارو په هکله غږيږو، چې هدف يې په اروپا کې زموږ مشترک امنيت دی او روسيه په کې هم نژدې همکاري لري. دا نه يوازې يو لوی پرمختګ دی، بلکې يو اصلي چانس هم دی، چې په مرسته يې له روسيې سره اړيکي يو نوی بنسټ تر لاسه کوي.»

د هرې اوږدې وينا په څېر، د بهرنيو چارو وزير د اتومي بې وسلې کولو په برخه کې هم له خپلو هلو ځلو څخه يادونه وکړه. هغهِ د افغانستان حالت هم له رڼا او هم له سيوري سره پرتله کړ. همداراز يې د ايران اتومي هلې ځلې يادې کړې.

«ايران اوس منلې ده چې په نومبر کې به د خبرو اترو مېز ته بېرته ستنيږي. زه د چټکو راسته راوړنو په هکله څه خيالي تصورات نه لرم، خو زه يو چانس وينم. په حقيقت کې خبرو اترو ته کوم بل بديل نشته.»

ابز پیتر/ نسیم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم