د آلمان او فرانسې د کابينو ترمنځ غونډه روانه ده.
۱۳۸۶ آبان ۲۱, دوشنبهاعلان
د دواړو هيوادونو د کابينې غړي به نن په برلين کي په تيره بيا پر دې مسالې باندي خبري وکړي چي بهرني کډوال د دواړو هيوادونو په ټولنه کي ورګډېدای سي ددې سفر په پيل کي د فرانسې ولسمشر سرکوزي او لومړی وزير په برلين د يوې علي لېسې څخه کتنه کړې او په دغه کتنه کي دواړو خواو ويلي، چي په يوه ټولنه کي د کډوالو يا د مهاجرينو د ورګډيدو د پاره ترهرڅه مهم شرط دادی چي کډوال يا مهاجرين بايد په هغه هيواد کي چي اوسېږي د هغه ژبه زده کړي.
د دواړو هيوادونو مشران به د نژدې ختيځ او ايران د اټومي لانجې پر موضوع باندي هم سره وږغېږي.