1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او ترکیې تر منځ دیپلوماتیک کړکیچ

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

څه د پاسه ۲۴ ساعته وروسته، د ترکیې هیواد له آرمنیانو سره د جنایتونو د موضوع په هکله د آلمان د ولسمشر یو آخیم گاوک څرگندونو ته غبرگون وښود. په دې هکله د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت څرگندونې ډیرې تندې وې.

https://p.dw.com/p/1FEkW
انځور: picture-alliance/dpa

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د جمعې په ماښام په یوه بیانیه کې ویل شوي دي: «د ترکیې ولس به د آلمان د ولسمشر څرگندونې هیرې نه کړي او نه به یې وبخښي.» دغه بیانیه وړاندې کاږي چې د آلمان ولسمشر یو آخیم گاوک دا حق نه لري چې «د ترکیې ملت د داسې یوه جنایت په خاطر گرم وگڼي، چې تر سره کړی یې نه دی.»

د آلمان ولسمشر یو آخیم گاوک د پنجشنبې په ورځ په برلین کې په یوه کلیسا کې وینا وکړه چې په کې یې په لومړۍ نړیواله جگړه کې تر ۱،۵ میلیونه آرمنیانو وژل د لومړي ځل له پاره په څرگند ډول د «ولس وژنې» په توگه یاد کړل. د آلمان ولسمشر ښایي دا انديښنه په پام کې نه وي نیولي چې د هغو حوادثو دا ډول درجه بندي کول چې پرې یوه پیړۍ اوړي، کولای شي له ترکیې سره اړیکي زیانمنې کړي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات په بیانیه کې دې خبرې ته هم اشاره شوې ده. د ترکیې حکومت د آلمان- ترکیې پر اړیکو باندې د «اوږدمهاله منفي اغیزو» په هکله هم خبرداری ورکړی دی.

د یادون نورې غونډې

د جمعې په ورځ په لومړۍ نړیواله جگړه کې د آرمنیانو د ولس وژنې د موضوع په هکله د یو آخیم گاوک له آرزونو سره د آلمان پارلمان یا بوندستاگ، هم یو ځای شو. د پارلمان رئیس نوربېرت لامرت چې د مسیحي دیموکرات (CDU) له گوند سره تړاو لري وویل: «هغه څه چې د لومړۍ نړیوالې جگړې په جریان کې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د نړیوالو تر سترگو لاندې تر سره شول، یوه نسل وژنه وه.» په پارلمان کې د ټولو فراکیسینونو ویناوالو دې ته ورته نظرونه څرگند کړل. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل او د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر شخصا په دې هکله څرگندونې و نه کړي. په بیت المقدس، بیروت او استانبول کې هم په دې تړاو د یادون غونډې تر سره شوې وې.

د ولس وژنې په هکله په لسگونو هیوادونو پریکړه لیکونه

د قفقاز جنوبي جمهوریت آرمنستان، کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په گډه د دغه جنایت یادون وکړ. د یادون په مراسمو کې ولادیمیر پوتین هم د ډله ییزو وژنو او نسل وژنې له کلماتو څخه استفاده وکړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پوتین پر څرگندونو باندې هم انتقاد کړی دی. د روسیې او فرانسې پارلمانونو په لومړۍ نړیواله جگړه کې د آرمنیانو نسل وژنه په رسمیت پیژندلې. په روانه اوونۍ کې په ټوله کې په لسگونو هیوادونو د دغه نسل وژنې په هکله پریکړه لیکونه صادر کړي دي.

په عثماني امپراتورۍ کې د ۱۹۱۵م کال د اپریل میاشتې پر ۲۴ نیټه په قسطنطنیه کې (اوسنی استانبول) د سلگونو روڼ آندو په نیولو سره عام وژنه پیل شوه. د مسیحي روسیې پر وړاندې جگړه کې عثماني امپراتورۍ پر آرمنیانو باندې له دښمن سره د همکارۍ تور پورې کاوه. د اټکلونو له مخې په دغه ترڅ کې تر ۱،۵ میلیونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د عثماني امپراتورۍ د ځای ناستي هیواد په توگه ترکیه دغه حوادث د «نسل وژنې» په توگه ردوي.