1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان اقتصادي کړۍ د ويزو آزادي غواړي

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۲۵, دوشنبه

د آلمان د کرهڼي په يوه نندارتون کې د ميليونو يورو په کچه تجارتي معامله شوې وه، چې ناڅاپه يو بد خبر راغئ: د يوه بهرني تجارتي ملگري ويزه پر سم وخت نه شوای صادرېدای.

https://p.dw.com/p/17JOe
انځور: katatonia/Fotolia

په اسنادو کې راغلې د تليفون شمېره سمه نه وه چې له کبله يې سفارت ورسره تماس نه شوای نيولای. اندرياس مېڅ، چې د آلمان د اقتصادي حلقو د ويزو د چارو او د ختيځ د پلاوي مسئول دی، دغسي مثالونه ښه پېژني. دی نه پوهيږي چې ولي تر اوسه پوري ډېر پخواني مقررات اعتبار لري.

مېڅ دويچه ويله ته وويل: «د ويزو سيستم اصلاً موږ ته له ۱۹مې پېړۍ څخه په ميراث راپاته دی. نن سبا د بيومتريکو پاسپورتونو او کمپيوتري معلوماتي زېرمو له لاري امنيت تامينېدای شي چې د خلکو د تگ راتگ او سفرو په برخه کې خنډ نه گرځي.» مېڅ په اوږده مهال کي د ويزو د مکلفيت لري کول هم غواړي.

له سازمان شويو جرمونو څخه وېره

د آلمان د حکومت په کچه هم د بې سرحده سفرونو موضوع همدا اوس مطرح ده. د اقتصادي چارو وزير، فيليپ روسلر، د زياتې آزادۍ غوښتنه کوي او څه موده مخکې يې د کورنيو چارو له وزير، هانس پېتر فريدريش څخه وغوښتل چې د ويزو په ورکړه کې د زياتي آزادۍ پرضد مخالفت دې پرېږدي.

Deutschland Visum
انځور: Klaus Eppele - Fotolia.com

د آلمان د کورنيو چارو وزارت البته د امنيت په برخه کې اندېښنې د اوسني سياست له پاره تر ټولو مهم دليل بولي. دغه وزارت دويچه ويله ته وويل چې د ويزو په چارو کې د آسانۍ په برخه کې به کوښښونه کړندي شي، خو دغه مکلفيت له منځه وړل د منلو وړ خبره نه ده. «د امنيت او کډوالو د سياست چارې» بايد هم وکتلې شي.

د روسانو او ترکانو له پاره د شېنگن ويزې له مکلفيت څخه تېرېدل هم اندېښنې راپاروي. وزارت څرگنده کړه «د روسيې په برخه کې اوسني معلومات دا ښيي چې لا زيات تگ راتگ او سفرونه د دې باعث گرځي چې د سازمان شويو جرمونو په برخه کې فعاليت ډېريږي. د دې تر څنگ روسيه او ترکيه د غير قانوني کډوالو د راتگ او ترانزيت اصلي هېوادونه بلل کيږي».

په فينلنډ کې درې چنده ډېري ويزې ورکول کيږي

د اقتصادي کړيو استازی مېڅ د امنيتي چارو او د ويزو په برخه کې د زياتي آزادۍ خبري متضادي بولي او وايي: «د ويزو مسئله په دغه هېواد کې د سو استفادې پر خبره ډېره متمرکزه ده.» دی زياتوي چې د شېنگن په ساحه کې نور هېوادونه له دغو چارو سره ډېر آزاد چلند کوي. «د فينلنډ قونسلگري په سنگت پېترسبورگ کې روسي اتباعو ته هر کال يو ميليون ويزې ورکوي. د آلمان اتحادي جمهوريت که ورسره مقايسه شي، نو په کال کې يوازې ۳۴۰۰۰۰ ويزې ورکوي.»

د ده په خبره د ايټاليا او هسپانيې په څېر هېوادونه چې خپله اقتصادي تگلاره يې د توريزم په برخه کې سنجولې ده، هم د ويزو په برخه کې زياته آزادي لري.

د آلمان چارواکو په ۲۰۱۱ کال کې پرېکړه کړې وه چې د ويزو د ورکړې چاري به آسانوي. له هغه وخت راهيسې بهرنۍ خدماتي څانگې هم کولای شي چې د ويزو عريضې تر لاسه کړي چې له کبله يې د انتظار وخت کم شوی دی. دغه ډول دفترونه د بېلگې په توگه په ترکيه کې شته چې ټاکل شوې ده په مسکو او نورو ښارونو کې هم ډېر ژر پرانيستل شي.