1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان استخبارات په افغانستان کې آلماني ژورناليستان څاري

۱۳۸۷ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د فرانسپرس آژانس د يوه رپوټ له مخې، په افغانستان کې آلماني ژورنالستان هم هغه د ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې، د دې هېواد د استخباراتو تر څارنه لاندې دي.

https://p.dw.com/p/Dnlq
د آلمان استخباراتي ادارې BND يوه څانگه په برلين کې
د آلمان استخباراتي ادارې BND يوه څانگه په برلين کېانځور: dpa

د فرانسپرس آژانس د يوه رپوټ له مخې، په افغانستان کې آلماني ژورنالستان هم هغه د ٢٠٠٧ ميلادي کال راهيسې، د دې هېواد د استخباراتو تر څارنه لاندې دي.

د آلمانۍ تلويزيون ZDF خبريال اولريښ تلگنر آلمانۍ ورځپاڼې برلينرڅيتونگ ته په ډاگه کړې، چې يوه لوړ کچي آلماني دپلومات ورته تېرکال په کابل کې ويلي دي، بايد دې ته متوجه وي، چې استخبارات ورپسې دي او رپوټونه يې آوري.

تلگنر د دې آورېدلو علت هغه تلفوني اړيکې بولي، چې نوموړي په افغانستان کې له تښتول شوي انجنير رودولف بليښ شميت سره نيولې. ژورنالست زياته کړې، هغه وخت په دې ښه پوهېده، چې آلماني استخباراتي چارواکو، په آلمان کې چليدونکي قانونونه په بهر کې له اعتبار څخه غورځولي دي.

د آلمان استخباراتي ادارې BND تر اوسه پورې دا اقرار کړی، چې په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې يې، له يوه افغان سياستمدار سره د Spiegel نومې آلمانۍ اونيزې د يوې خبريالې برېښناليک لوستلی دئ.