1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانۍ ژورناليستي افغان وژونکی په اعدام محکوم سو

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۲, پنجشنبه

په کابل کې یوې محکمې د پولیسو هغه افسر په اعدام محکوم کړ چې ورباندي د آلمان ژورنالیستې آنیا نیدرینگ هاوس، د وژلو تور لگیدلی وو. په دغه پيښه کي همداراز یوه کانادایي خبریاله ټپي شوي وه.

https://p.dw.com/p/1Chqz
انځور: picture-alliance/dpa

دا د دې قضیې ابتدایي محکمه او په دې ترتیب سره د قانون له مخي د پولیس محکوم شوی افسر کیدای شي چې د استیناف غوښتنه وکړي.

د محکمې په جریان کې شپږ تنه قاضیان موجود ول چې په پای کې د پولیسو دغه افسر چې نقیب الله نومیږي، د قتل او خیانت په تور د اعدام په سزا محکوم کړ. قاضیانو همداراز نقیب ته د کاناډايي ژورنالیستي د ټپي کولو له کبله د څلورو کلونو زندان سزا واوروله.

د پولیسو دغه افسر د افغانستان د ولسمشریزۍ ټاکنو لومړي پړاو ته د چمتوالي په شپو او ورځو کې په خوست ولایت کې پر دغو دوو تنو ژورنالیستانو باندي فيرونه وکړل او بیا یې خپل ځان پولیسو وسپاره.

محکمې دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ وکړه. تر دې دمخه د خوست د پیښې په اړه درې میاشتنۍ څېړني شوي وې.

نقیب الله د قاضیانو پر وړاندي د خپلي دفاعې وړاندي کولو پر مهال وویل چې هغه یو «نورمال سړی» دی. خو قاضیانو له نقیب الله څخه د هغه نوم، عمر او نېټه پوښتله او کله چې یې له نقیب الله سم ځوابونه ترلاسه کړل نو دغه ادعا یې رد کړه.

د پولیسو دغه افسر همداراز هغه تورونه هم رد کړل چې ویل کیږي تر دې دمخه ده پاکستان ته له افراطیانو څخه د روزني ترلاسه کولو په موخه سفر کړی وو. نقیب الله وویل چې یوازي د درملنې په موخه یې دې هیواد ته سفر کړی دی.

اوس نو نقیب الله ۱۵ ورځي مهلت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي او که د دغې محکمې د حکم پر وړاندي یې هم کومه نیوکه لرله نو کیدای شي چې دغه پوليس محکمې ته خپله عریضه وړاندي کړي. پر دې سربیره افغان ولسمشر حامد کرزی، هم باید د اعدام حکم د نهایي کیدو په صورت کې لاسلیک کړي.

نقیب الله د روان کال د اپریل مياشتي پر څلورمه نېټه د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کي دننه پر آنیا او گانون باندي فيرونه وکړل. دغه دوې ژورناليستاني په خپل موټر کې ناستي وې چې نقیب الله یې څنگ ته ولاړ او د «الله اکبر» په نعرې سره یې هغوی وویشتلې.

عیني شاهدان وایي چې دغه پېښه پلان شوې نه وه. خو نقیب الله د سه شنبې ورځي په محکمې کې د خپل دغه عمل له پاره کوم دلیل وړاندي نه کړ.

کله چې نقیب الله پر دوو ژورنالیستانو باندي ډزې وکړې نو آنیا ځای پر ځای ووژل شوه او گانون سخته ټپي شوه چې اوس هم تر درملني لاندي ده.