د آلماني ژبې د زده کړې لپاره زموږ وړانديزونه
د يوې نوې ژبې زده کړه ډېر وخت او صبر ته اړتيا لري. هغه ډېره ستړي کوونکي هم وي که پرمختګ په کې ونه ليدل شي. ستاسو د برياليتوب په موخه مو د زده کړې يو څو وړانديزونه ستاسو لپاره راټول کړي دي.
نوي زده کوونکي: هر څومره چې ممکن وي، خبرې وکړئ
خبرې کول ډېر سخت کار دی ځکه چې سړی مجبور وي په کې هر هغه څه وکاروي چې مو مخکې زده کړي وي، پرته له دې چې ډېر فکر پرې وکړئ. ځکه بايد سړی ډېر تمرين وکړي. که کوم بل څوک نه وي چې درسره خبرې کولای شي، نو له خپل ځان سره خبرې شروع کړئ.
نوي زده کوونکي: پر هر شي باندې په آلماني ژبه د هغه شي نوم وليکئ
واړه کاغذونه واخلئ، د شيانو نومونه ورباندې وليکئ او هغه پر اړونده شي باندې ونښلوئ. په دې ډول ټوله ورځ زده کړه کولای شئ! زموږ وړانديز دا دی چې آرتيکل او د لغت جمع هم پر کاغذ باندې وليکئ. که نه نو دا جزيات بايد وروسته جلا زده کړئ.
نوي زده کوونکي دې لومړی د ماشومانو کتابونو او کميک يا انځورلرونکي کتابونه ولولي.
د ماشومانو او کميک کتابونه په ساده ژبه ليکل شوي دي او له متن سره انځورونه هم راغلي دي. ځکه هغه د آلماني ژبې د زده کوونکو لپاره ډېر گټور دي. د ماشومانو ځينې کتابونه په دوو ژبو هم چاپ شوي دي. که مو د يو شي آرتيکل صحيح نه وي زده، نو هغه پروا نه لري.
نوي زده کوونکي دې د سودا اخيستلو ليست هم په آلماني ژبه وليکي
د ورځني ژوند له پاره د لغتونو زده کړه ډېره مهمه ده. کوښښ وکړئ چې د سودا ليست او نور يادداشتونه په آلماني ژبه وليکئ. دا کېدای شي زيات وخت ونيسي، خو ژمنه مو درسره دا ده چې په دې ترڅ کې ډېر څه زده کوئ.
نوي زده کوونکي: مختلف حالات په ياد راولئ او له ځان سره فکر وکړئ چې په دغسې حالاتو کې به مو څه ويلای.
فکر وکړئ چې په يو خاص حالت کې مو کوم لغتونه پکار دي او هغه په يو قاموس کې وګورئ. بيا په دې اړه د دوو نفرو خبرې اترې وليکئ او متن يو څو وارې ولولئ. له دې لارې هر حالت ته چمتووالی نيسئ.
نوي زده کوونکي: تر هغه انتظار مه باسئ چې ژبه مو بشپړه زده کړې وي
تر ټولو مهمه دا ده چې سړی ستاسو په خبرو باندې پوه شي. هره جمله بايد په ګرامري لحاظ بشپړه سمه نه وي. مه هېروئ چې ډېري خلک چې تاسو ورسره خبرې کوئ، په هيڅ بله خارجي ژبه نه پوهيږي.
د ټولو زده کوونکو لپاره: آلماني راډيو ته غوږ ونيسئ، په داسې حال کې چې نور کارونه تر سره کوئ
که نوي زده کوونکي ياست، نو کېدای شي په ډېر څه پوه نه شئ. خو د غوږ نيولو له لارې د ژبې لپاره يو احساس خپلوئ. د پرمختللو زده کوونکو لپاره ښه لاره ده چې د آلماني کلتور په هکله ډېر معلومات حاصل کړئ او په څنګ کې خپله ژبه لا پياوړې کړئ.
پرمختللي زده کوونکي: هر څومره چې ممکن وي، د مورنۍ ژبې له ويونکو سره وغږيږئ
د تاندېم په نوم د متقابلې زده کړې ملګرتيا يو ښه امکان دی چې د مورنۍ ژبې له ويونکو سره تماس ونيسئ. تاسو کولای شئ د آلماني ژبې له يو ويونکي سره ووينئ چې غواړي ستاسو ژبه زده کړي. په دې ترڅ کې له يو بل سره مرسته کولای شئ. له دې لارې نه يوازې لغتونه او اصطلاحات زده کولای شئ، بلکې ښه به دا وي چې د ژبې ملودي او اهنګ هم خپل کړئ.
پرمختللي زده کوونکي: د پخلي پر وخت له آلماني نسخو څخه کار واخلئ
ډوډۍ خوړل نه يوازې دا چې سړی مړوي او روغ ساتي، بلکې هغه د ټولنيز ژوند يوه برخه هم ده. ځکه مهمه ده چې سړی د خوراکي شيانو نومونه هم په ياد ولري. غوره لاره په عملي ډول يعنې د پخلي پر مهال د هغوی زده کول دي. که ستاسو معموله آلماني ډوډۍ نه خوښيږي، نو کولای شئ چې ايټالوي مکروني هم پاخه کړئ، مهمه يوازې دا ده چې نسخه دې به آلماني وي.
پرمختللي زده کوونکي: هغه کتابونه چې تاسو يې پېژنئ، په آلماني ژبه ولولئ
ستاسو د خوښې کتاب به مو هرومرو په ياد زده وي، که څنګه؟ نو دا ډېر ښه شرط دی چې هغه يو ځل بيا په آلماني ژبه ولولئ. تاسو کيسه پېژنئ، نو ځکه اوس پر ژبې باندې تمرکز کولای شئ. ويې ازموئ!
پرمختللي زده کوونکي: آلماني موزيک ته غوږ ونيسئ او متن يې زده کړئ
موزيک د سړي احساس راپاروي، موزيک پيوستون ايجادوي او موزيک له تاسو سره مرسته کوي چې يوه ژبه زده کړئ، په تېره که مو د هغه ريتم او اهنګ خوښ وي. په آلمان کې ډېر شمېر سندرغاړي او د موزيک ګروپونه شته، چې د هر ذوق لپاره يو شی پکې موجود وي. موږ تاسو ته د خپلو خپرونو وړانديز کوو، «د موزيک له لارې د آلماني زده کړه». د نور تڼۍ کښېکاږئ تر څو د آلماني ژبې د زده کړې سندرو ته ورشئ.
پرمختللي زده کوونکي: په آلماني ژبه فلمونه او سريالونه ووينئ
د دې وړانديز له مخې بيا هم د آلماني زده کړه له ساعت تېرۍ سره يو ځای کيږي. په آلماني ژبه ډېر ښايسته سريالونه او فلمونه شته چې ځينې هم لمنليکونه په نورو ژبو لري. خو تاسو طبعاً د هاليووډ فلمونه هم ليدلی شئ چې په آلماني دوبله شوي وي. يا زموږ سريال د آلماني ژبې د زده کوونکو لپاره ووينئ. د نور تڼۍ کښېکاږئ تر څو دغه سريال ته ورسېږئ.
تاسو نور وړانديزونه هم لرئ؟
نو راويې لېږئ! خپل نظريات زموږ د فيسبوک پر صفحې، د آلماني ژبې زده کړه، راواستوئ، که غواړئ نو ورسره سم يو اړونده تصوير هم راولېږئ.