د آلماني پوځ د يوه افسر د محاکمې په خاطر تصميم
۱۳۸۸ آبان ۱۵, جمعهاعلان
په محاکمه کښي بايد د بمباريو د په جريان کښي د ډګروال ګیورګ کلاين رول معلوم سي . ده د آيساف د قومندان په حيث دکندوز ښار ته نژدې د تيلو پر دوو ټانکرونو باندي ،چه د طالبانو لخوا تښتول سوي وه ، امريکايي جيټ الوتکي غوښتي وې ، چه په نتيجه کښي ملکي خلګ هم تلف سول . اوس د ناټو د يوه رپوټ پر اساس د جرمني ددرسدن د ښار لويه څارنوالي دا خيړي ،چه دغه ډګروال خو به د آيساف د اصولو څخه تيری نه وي کړی .
Dpa/
کتونکي : محمد قاسم نوري