1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د افغان همکارانو برخه لیک څه کیږي؟

مسعود جهش (فرانس پریس، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۱ دی ۸, جمعه

د پلان له مخې به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ټول آلماني جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. آلماني چارواکي وایي چې د خپلو هغو افغانو ملکي کارکوونکو دوسیې به وڅیړي، چې تر دې نیټې وروسته يې ژوند له ګواښ سره مخامخ کیدای شي‎.

https://p.dw.com/p/17ACv
انځور: picture-alliance/dpa

آلمان په افغانستان کې شاوخوا ۱۶۰۰ افغان کارکوونکي لري چې د هغوی له ډلې څخه ۱۳۵۰ تنه یې په افغانستان کې میشت له آلماني سرتیرو سره کار کوي. دغو افغان کارکوونکو ته په دیپلوماتیکه ژبه د «سیمه ایز همکارانو» خطاب هم کیږي.

دغو افغانانو په تیرو کلونو کې په افغانستان کې له میشتو آلماني سرتیرو سره د بیلګې په توګه د ژباړونکو، ساتونکو، تخنیکي او تنظیفاتي کارکوونکو په توګه کار کړی دی. دوی وايي چې هغوی له هغو آلماني سرتیرو سره چې د جګړې په ډګر کې په ماموریت بوخت ول، د امنیت او هوسايي په خوندي ساتلو کې په پوره وفادارۍ مرسته کړې ده. نو له دې کبله هیله لري چې له دوی او کورنیو سره یې مرسته وشي. د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې غواړي چې آلمان ته یوړل شي.

د آلمان حکومت اعلان کړی دی چې کیدای شي دغه هیواد خپل هغه افغان کارکوونکي آلمان ته راولي، چې تر ۲۰۱۴کال وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي. ویل شوي دي چې د هر یوه افغان کارکوونکي دوسیه به په جلا ډول وڅیړل شي. تر دې مخې رسنیو رپوټ ورکړی وو چې فرانسه به له افغانستان څخه خپل له ۱۶۰ څخه تر ۱۷۰ پورې افغان سیمه ایز کارکوونکي راوباسي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو د افغان کارکوونکو شمیره تر دې ډیره لوړه ده.

د آلمان د دولت یوه ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې د هغوی د هر یوه کارکوونکي دوسیه به د هغو ګواښونو په پام کې نیولو سره چې هغوی ورسره تر ۲۰۱۴ کال وروسته مخامخیدای شي، په جلا ډول وڅیړل شي. دغه دوسیې به په کابل کې د آلمان د سفارت په مرسته، د آلماني څیړونکو له خوا تر څیړنې لاندې ونیول شي.

تر دې مخکې د آلمان د حکومت اپوزیسیون هم ویلي وو چې کیدای شي په افغانستان کې میشت د هغوی «سیمه ایز» کارکوونکو تر ۲۰۱۴ کال وروسته، د هغو ډلو له خوا له کواښ سره مخامخ شي چې اوس له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره جګړه کوي.

په همدي حال کې آلمان په دې اړه هم فکر کوي چې په افغانستان کې خپلو افغان کارکوونکو ته «نور بدیلونه» پیدا کړي. دا په دې معنې چې د دې پر ځای چې هغوی آلمان ته ولیږدوي، پخپله افغانستان کې د هغوی له پاره نور کاري فرصتونه پیدا کړي.

افغان سیمه ایز کارکوونکي د آلماني ځواکونو له اډې څخه د وتلو په حال کې.
افغان سیمه ایز کارکوونکي د آلماني ځواکونو له اډې څخه د وتلو په حال کې.انځور: picture-alliance/dpa