د آس د سر په مجسمه کې ۳۵ کلیوګرامه کوکائین کشف شوی
۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبهد نیو زیلند پولیس توانیدلي دي چې په خپل تاریخ کې په یو وار تر ټولو ډیر کوکائین کشف کړي. دغه مواد د آس د سر په یوې مجسمه کې کشف شوي. د آس د سر دغه مجسمه په آلماسو سینګار شوې وه چې په هغې کې د مخدره توکو د شتون شک له منځه یوسي.
د نیو زیلند د سازمان شویو تخلفاتو کمیسار ویرجینیا لو باس، وویل چې د دغې بستې د استوونکې مرجع په اړه څیړنې روانې دي. خو هغه ټینګار کړی دی چې اوس تر ټولو مهمه خبره هغه بریالیتوب دی چې د دغې محمولې له موندلو سره پولیسو ترلاسه کړی دی.
دغه ۳۵ کیلويي محموله له مکسیکو څخه د هوا له لارې نیو زیلند ته استول شوې وه. پولیسو ویلي دي چې دغه څه یې د روان کال په مې میاشت کې کشف کړي دي.
پولیس تر څو اونیو څیړنو وروسته توانیدلي دي چې د دغې محمولې د استولو په جرم یو مکسیکويي او یو امریکایي سړی ونیسي. دغو دوو کسانو غوښتل چې د هاوایي په لور پرواز وکړي خو پولیسو بیا هغوی په قاچاقو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
ویل شوي دي چې یو بل مکسیکويي کس هم د دغې محمولې د قاچاق په تړاو د کرایست چرچ له ساحلي ښار څخه نیول شوی دی. پولیس فکر کوي چې قاچاق وړونکو پلان لاره د نیول شویو مخدره توکو یوه برخه همدې ښار ته ولیږدوي.
په ۲۰۱۱ کال کې یوې ډیرې شدیدې لزلزې د کرایست چارچ ښار یوه ډیره برخه ویجاړه کړه او اوس ډیر شمیر کسان په دې ښار کې د بیا رغونې پر چارو مصروف دي. د ویرچینیا لو باس په اند، په دې ښار کې د کوکائین له پاره د تقاضا کچه ډیره لوړه ده.
خو له مخدره توکو سره د مبارزې متخصص ریس ولکینز، بیا په دې اند دی چې قاچاق وړونکو غوښتل دغه مخدره توکې له نیو زیلند څخه استرالیا ته ولیږدوي.