د آسترالیا او اندونیزيا ترمنځ د کډوالو کښتۍ ډوبه سوې ده
۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبهاعلان
يوازي یوه اوونۍ له هغه وروسته چي د اندونیزیا او آسترالیا تر منځ د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه سوې وه، یو وار بیا په عین ځای کي یوه بله کښتۍ هم ډوبه سوې ده. آسترالیايي رسنۍ د سمندري امنیتی چارواکو په حواله خبر ورکوي، چي په دغه کښتۍ کي ښايي ۱۵۰ تنه کډوال سپاره ول. دغو کسانو ته د مرستي له پاره دوې تجارتي کښتۍ د استرالیا شمال ته نژدې د کریسمس په نامه جزیرې ته استول سوي دي. د تېري پنجشنبې په ورځ هم یوه ډکه کښتۍ چي۲۰۰ مهاجر پکښي ناست ول، په همدغه ځای کي ډوبه سوه. له هغو څخه۱۱۰ تنه وژغورل سوه. آسترالیا ته هر کال په زرونو کسان هڅه کوي، چي په غیر قانوني ډول له خطرناکه لارو څخه ځانونه ورسوي.