1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آريانا افغان هوايي شرکت ښايي چې سقوط وکړي

۱۳۸۵ دی ۲۲, جمعه

د آريانا افغان هوايي شرکت اوسمهال يوازې پنځه الوتکې لري او د ورځې يوازې اته پروازونه کوي. دا چې د آريانا هوايي شرکت له ستونزو سره لاس او گرېوان او په نقص کې روان دی، ځکه د افغانستان دولت پتېيلې ده چې نوموړی شرکت دې وپلورل او خصوصي کړای شي،

https://p.dw.com/p/DKBC
انځور: AP
چې دغه ټکی د آريانا په نوې اساسنامه کې هم راغلی دی. د نوموړي شرکت نوی رئيس انجينر عبدالاحد منصوري نومېږي او دی وايي چې دا به يو څه موده ونيسي تر څو چې بنسټيز سمښتونه راوستل شي. نوموړی شرکت ښايي چې يوازې د انگلستان په وړاندې د اوو لکو پاونډو په شاوخوا کې پوروړ وي او الوتکې يې د اروپا په تور لست کې راغلي دي، يعنې له ډېرې مودې راهيسې په اروپا کې د ښکته کېدو او کښېناستلو اجازه نه لري. د آريانا افغان هوايي شرکت له 55 کالونو څخه زياته سابقه لري او دېرش کاله يې له امريکايي شرکت پان امريکن سره همکاري لرله.