1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «آرتیست» په نامه فرانسوي فلم د اوسکار جایزه وګټله

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14Aw3

د «د آرتیست» په نامه فرانسوي بې ږغه فلم د تر ټولو ښه فلم جایزه تر لاسه کړه. د فرانسوي ریژیسور میشل هزانه ویچوس دغه شهکار په هالیوډ کي د اوسکار په نامه د سینمايي فلمونو لویه نړیواله جایزه تر لاسه کړه.

د ډېري ښې لوبغاړې په حیث مېرلي ستریپ ونومول سوه. دغي ۶۲ کلني د اوسکار دغه جایزه د آیزرنه لېډې په نامه فلم کي د مرکزي رول د لوبولو له امله تر لاسه کړه. دا د دې له پاره د اوسکار دریمه جایزه ده.

په نورو ژبو کي بیا د سیمین او نادر تر منځ جلاوالی په نامه یو ایراني فلم ونومول سو. آلمانی ویم ویندر بیا د پینا په نامه د خپل یوه مستند فلم له پاره نومول سوی وو. خو ده دغه لویه جایزه تر لاسه نه کړه.