دیوید کمرون د سوریې د کړکیچ د حل له پاره خپل وړاندیز وکړ
۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبهاعلان
د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کامرون، په سوریې کې د جګړې د پای ته رسیدو او له دې هیواد څخه د بشار الاسد د وتلو په اړه بحثونه پیل کړي دي.
هغه د العربیه له تلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي چې اسد کولای شي چې د ستعفأ کولو په صورت کې په تبعید کې او پرته له کومې جزا ژوند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي، د سوریې د پاشیدلو او په دې هیواد کې د جګړه مارانو د واک ته رسیدو د ګواښ د رامنځ ته کیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. هغه د الحیات له عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د دې امکان شته چې سوریه په یوې نوې سومالیا باندې بدله شي.