1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: المان باید له مسلح بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخلي

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15jsf

د المان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د المان پوځ باید مسلح بې پیلوټه الوتکې ولري. د دیمیزیر په وینا هغه د دې خبرې پلوي دئ چې الماني پوځ دې له مسلحو بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخلي.

دغه مرکه «دې ویلټ» ورځپاڼې سره شوې ده او د یکشنبې ورځې په گڼه کې به په بشپړه توگه خپره شي. المان په اوس په افغانستان کې له دریو څارونکو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي چې هغه هم اسرائیلو څخه اجاره شوي دي.

دیمزیر ویلي دي چې کله الوتکې مسلح کیدای شي نو ولې د بې پیلوټه الوتکو مسلح کولو ته اجازه نه شي ورکول کیدای. د دیمزیر په وینا د بې پیلوټه الوتکو د اخیستو پریکړه به په منې کې وشي.