1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د مهاجرو د اخراجیدو بهیر چټک کړي

۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبه

رسنیو ویلي دي چې آلمان یوه داسې مصوبه جوړه کړې چې له مخې یې د کډوالو د اخراجولو بهیر اسانه کیدای شي. یو شمیر چارواکي غواړي چې له آلمان څخه د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي.

https://p.dw.com/p/2R8XK
Deutschland Innenminister de Maizière zur Zahl der Asylbewerber
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

آلمانۍ ورځپاڼه «دي ويلت» ليکي چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، یوه داسې مصوبه جوړه کړې چې له مخې یې د هغو کسانو د اخراجولو بهیر ګړندی کیدای شي چې په آلمان کې یې د «بشري پناه غوښتنلیک» رد شوی وي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي، په دې مصوبه کې راغلي دي: «که یو څوک په دې خاطر چې د پناه غوښتني کارکوونکو ته يې د خپل هويت او مليت په اړه سم معلومات نه وي ورکړي او يا له چارواکو سره په دې لاره کې چي نوی پاسپورت واخلي، مرسته نه وي کړې او خنډونه جوړوي، هغوی ته به د استثنايي پاتېدو اجازه ورنه کړل شي.»

اسثتنایي پاتېدل یا تلل هغه حالت ته ویل کیږي چې یو پناه غوښتونکی ثابته کړي چې په هیواد کې یې ناوړه حالات د دې سبب کیږي چې هغه نه شي کولای بیرته خپل هيواد ته ستون شي.

«دې ویلت» د دغې مصوبې په حواله لیکلي دي چې له اګست میاشتې راهیسې په آلمان کې تر ۲۱۰۰۰۰ ډیرو پناه غوښتونکو د دې هیواد د پریښودو امر ترلاسه کړی دی. خو د هغوی له ډلې څخه ۱۵۸۱۹۰ تنه داسې اسناد په لاس کې لري چې کولای شي په موقتي توګه په آلمان کې پاته شي.

اوس د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دیميزیر او د هغه نور متحدین په دې هڅه کې دي چې د دغه ډول موقتي اجازو د ورکولو شمیر راکم کړي. د بیلګې په توګه تر دې وروسته به د کډوالو د اصلي هیواد له خوا د دغه شان موقتي اجازه نامو د نویو کولو غوښتنه و نه منله شي.

پر دې سربیره به د نوې مصوبې له مخې چارواکي یوه پناه غوښتونکې ته د هغه تر پلان شوي اخراجولو یوازې ۳۰ ورځې مخکې خبر ورکړي. د دې کار لامل دا دی چې پناه غوښتونکي له چارواکو څخه د پټیدو کم چانس ولري.

پر دې سربیره د مصوبې له مخې د هغو کسانو د زندان وخت هم زيات شوی چي د خپل ځان له اخراجېدو سره مخالفت کوي. په مصوبه کې دغه وخت له څلورو ورځو څخه دوو اوونیو ته غځول شوی دی.

اروپا ته مهاجرت