دکندهار کي په يوه پټ محبس کي يو بندي وايي، چي دی وهل سوی دی
۱۳۸۶ بهمن ۵, جمعهاعلان
دغه بندی پخوا په عادي ډول افغاني مقاماتو ته سپارل سوی ؤ . دغه خبر پرون دکاناډا د اوټاوا په يوه ورځپاڼه کي خپور سوی ،چي د بشر د حقوقو د دوو سازمانونو په جواب کی د عدليې وزارت ليکلی ؤ .
په کندهار کي ديوه پټ محبس څخه د يوه کاناډايي ديپلوماټ د ليدلو پر وخت يو بندي شکايت کړی ؤ، چي دی وهل سوی دی . دغه ديپلوماټ په دغه محبس کي ديوې چوکۍ څنګه ته د شکنجې وسايل او يوه برقي آله او نور شيان پيدا کړي وه .