1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دډاکترعبدا لله په پرشا کيدو سره بحران نورهم عميق کيږي

۱۳۸۸ آبان ۱۱, دوشنبه

د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات، تر دوو مياشتو اضافه پرله پسې بحران وروسته ، نور هم بې ارزښته کيږي

https://p.dw.com/p/KLXG
دجمهوري رياست انتخاباتو مخالف کانديد عبدا لله ،او موجوده جمهورريس کرزی
دجمهوري رياست انتخاباتو مخالف کانديد عبدا لله ،او موجوده جمهورريس کرزی

ډاکتر عبدا لله دټاکنو له دويم پړاوڅخه دپښو په ايستلو سره خپل هيواد په ډير سياسي بحران باندي اخته کوي .

دا داسي بحران دی چي نه دافغانستان په اساسي قانون،اونه به حاکمه سياسي فضا کي کومه دحل لاره ورته ليدل کيږي .

د« کرزي دعبدا لله په وړاندي ټاکنوسره به دوه کسه چي مختلف پروګرامونه يې درلودل، اوبيل بيل سياسي سلسله مراتب يي تيرکړي وه، سره مخامخ شوي وای .

دوی د دوومختلفوخويونو اوکرکترونو درلودونکو په حيث دسترو قطب بنديو دمنځ ته راتلو سبب شوي وه . اودبيلو بيلو ځانګړيتوبونو له امله، دوی ددې هيواد دسياسي قدرت دساحې دبيلو بيلو برخو نماينده ګي کوله .

خو دانتخاباتو لمړی پړاو چي داګست دمياشتي به 20 نيټه وي يوازي تش په نامه انتخابات وي . دملګرو ملتونو دموسسې لخوا ټاکل شوی دشکايتونو کمسيون درايو څلورمه برخه ناچله اعلام کړه . ددې علت چي با لاخره 52کلن حامد کرزي دټاکنو به دويم پړاوکي برخه اخيستوته حاضرسو، دلويديز ډيري ټينګتي وي .ځکه چي دوي په افغانستانکي دديموکراسۍ، اودسولي دلړۍ ملاتړ دخپلو عسکرو دژوندانه په بيه کوي .

خو اوس دحامد کرزي سيال په دويم پړاو ټاکنوکي له ګډون څخه غاړه غړوي . داسي بريښي چي په دې پريکړي سره ډاکتر عپدا لله سياسي ځان وژنه کړی وي . ځکه چي خپله يې ځان له سياسي صحني څخه وايست . خو دده په شاکيدل دديموکراسۍ اود سولي دلړۍ په وړاندي بې اعتمادي هم ډيروي .

ددې څخه يوه خبره څرګنديږي ،او هغه داچي هغه کسان چي دسياسي قدرت دلاسته راوړلو لپاره مبارزه کوي ،دوسله والو جګړو حاصل دي . که څه هم دوی په خوله دسولي اوديموکراسۍ نارې وهي،خو دديموکراسۍ په برخه کي ددوی پوهه ډيره نده . دوی پرقدرت باندي هماغه له خپلو طريقو سره سم قمار وهي .پدې مهم سياسي حالت کي دغه دسياسي قدرت نخبه ګان په کاملأ ناتوانه شويدي . اونسي کولای چي دديموکراتو مسوليتونو بار پر اوږو واخلي . ځکه چي دوهم واري انتخابات چي حامد کرزي دځان په مقابل کي په هغه کي ګډون وکړي ،هماغه له لمړي سر څخه له سياسي پلوه بې معنی خبره ده .

داچي دافغانستان ولس به ترکومه ځايه چمتو وي چي خپل ځان ديوو لوبغاړي دلوبو لپاره په خطر کي واچوي، وبه کتل شي . داخطر دداسي يوه سړي لپاره په ځان منل کيږي چي دخرابي حکومت دارۍ له امله يې دافغانستان دولس اعتماد دتاريخ پداسي حساس وخت کي د لاسه ورکړيدی .

ډاکتر سيد موسی صميمي / رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري