1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دچره يي بمونو منع کیدل

۱۳۸۷ خرداد ۹, پنجشنبه

د ايرلند په پلازمينه دوبلين کي دسلو څخه دزياتو هيوادو استازي ...

https://p.dw.com/p/E8Gf
چره يي بمونه
چره يي بمونهانځور: AP

دچره يی بمونو دمنع کیدلو په مساله کی يوې بشپړ ي موافقې ته سره رسيدلی دی . کوم ي ګډ ي پريکړ ي ته چي د دوبلين په غونډه کی دبرخه والو هيوادو استازی دچره يی بمونو دمنع په هکله رسيدل ي دی ، يو ډير قوی او هدفمن سند بلل کيدای سی . په تيره بيا چی دغه تړون دغونډی دټولو برخه والو په رايو سره منل شوی دی . دغه خبره د چارشنبی دورځي په ماښام دایرلند دبهرنيو چارو وزير Michael Martin, دلسو ورځو خبرو اترو او مشاجرو څخه وروسته کړيده .

په دغه تاريخی سند کی دغونډ ي برخه وال دې موافقې ته سره رسیدلي دي، چی بايد د دچره يی بمونو او ګوليو دجوړولو ، درلودلو ، استعمالولو او ګودامولو څخه دی بیخی صرف نظر وسی . همداشان ددبلين په غونډه کی دا پریکړه هم شوی چی دچره يی بمونو او ګوليو دقربانيانو سره دی مالی مرستی وسی .

دايرلند دبهرنيو دچارو وزير مارتين دغه پريکړه دنړيوال بشر ي قوانينو په کتار کی يو با ارزښته سند بللی دی او څنګه چی دايرلند دبهرنيو چارو وزير وايی د 111هيوادونو استازو ددغه تاريخی سند په پلوۍ خپل ي رايی ورکړی دي . په رسمی ډول سره به دجمعې په ورځ دغونډ ي دټولو برخه والو له خوا ومنل شی او بيا به دډسمبر په مياشت کی په اوسلو کی دغه تړون لاسليک سی .ددبلين دتړون له مخ ي بايد چی تر راتلونکی اتو کلونو پوری دچره يی بمونو او ګوليو ټول ي زيرم ي له منځه يوړل شی .

په لندن کی دلويی برطانيی لمړی وزير ګوردون براون دچره یی بمونو او ګوليو دمنع کولو په اړه ددبلين دتړون دمنځ ته راتلو په هکله خپله خوشالي ښودلې ده . او ويلي دی چی په دغه تړون سره په نړۍ کی دامن په لور يو ګام اخیستل شوی دی . لويی برطانيی ددبلين دتړون دموافقې دمنځ ته راتلو څخه مخکی ددی غوښتنه کړې وه ، چی بايد دهرډول چره يی بمونو او ګولیو دجوړولو ، لرلو ، استعمال ، انتقال او ګودامولو څخه دی صرف نظر وسي . د cluster Munition coalition ( CMS ) په نامه دچريی بمونو اوګوليو دمخالفينو غير حکومتی سازمان ددبلين دښار دموافقې څخه ډير ښه هرکلی کړی او ويلي دی چی هيله کيږی په اوتاوا کی دمځکنی ماينونو دمنع په هکله هم داسی يوه موافقه منځ ته راشی .

چره يی بمونه او ګولۍ په نړۍ کی دهغه خطرناکوسلاو په کتار کی شمیرل کیږ ي چی ډيره پراخه تخریبي ساحه لری . ددغه راز بمونو ډیره برخه سمدستی نه چوی او دجګړو څخه وروسته دکلنو کلنو دپاره په تيره بیا ملکی وګړو ته خطر پيښوی .

دايرلند په پلازمینه دبلين کی دچره يی بمونو او ګوليو دمنع کنفرانس دجمعی په ورځ پای ته رسيږی . خو ددغه کنفرانس او تړون لويه نيمګړتيا په دۍ حقیقت کی نغښتی ده، چی ددغه راز سلاو ستر توليد کونکی اودرلودونکی هيوادونه لکه دامریکی متحده ايالتونه ، روسيه ، چين ، هند، پاکستان او اسرايل اصلآ دغه کنفرانس ته خپل استازی نه وه استولی، او دوی ددبلين دتړون موافقې نه مني .