دپکتيکا دسرحدي پوليسو پر يوه قرارګاه باندي ځانمرګی بريد
۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعهپه جنوب ختيځ زون کي دسرحدي پوليسو قومندان تورن جنرال نبي جان ملاخيل وايي چي ځانمرګي بريدکونکي 7 تنه وه چي لومړی يې دقرارګاه په دروازه کي دموټربم چاودنه وکړه او پاتو بريدکونکو وسلواله نښته پيل کړه . دده په خبره دسرحدي پوليسو تر وسلوال مقاومت وروسته 3 بريدکونکي ووژل سول .
ملاخيل وايي چي پدغو بريدونو کي يو سرحدي پوليسو وژل سوى اوديوه بل سرحدي پوليس په ګډون درې تنه ملکي کسان ټپيان سويدي .
جنرال ملاخيل ومنله چي پدغه نښته کي څلور بريد کونکي وژل سوي اوپاته 3تنه دبريد د سيمي وتلي دي .
وسلوالو طالبانو ددغو بريدونو مسؤليت پر خپله غاړه اخيستى دی . د طالبانو وياند ذبيخ الله مجاهد وايي پدغو بريدونو کي ددوی شپږو ملګرو برخه اخيستي وه چي څلورو يې چاودنه کړې او درې تنه بيرته خلاص سويدي .
مجاهد ادعا وکړه چي پدې بريدونو کي يې ترپنځوسو پوري افغان او خارجی عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ،خو ځايي افغان چارواکي دغه ادعا نه مني .
فريدالله ظاهر
کتونکي : محمد قاسم نوري