1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپولند دآوشويتڅ په سيمه کی دنازيانو داجباري کار کمپ

۱۳۸۸ بهمن ۷, چهارشنبه

ددوهمي نړيوالي جګړې په وخت کي دآلمان نازي رژيم دپولند دآوشويتڅ په ښار کي داجباري کار يو کمپ درلود چي د « آوشويتڅ داجباري کار دکمپ » په نامه شهرت لري . او دغه کمپ دهغه جناياتو او نارواو اعمالو سمبول بلل کيږي

https://p.dw.com/p/Lhhh
انځور: AP

چي نازيانودآلمان دولس په نامه ديهودانو او دجګړې دنورو اسيرانو په مقابل کي کړيدي . دنازيانو داجباري کار دغه کمپ د 1945 ميلادي کال دجنوري دمياشتي پر 27 نيټه يعني 65 کاله دمخه په همدې ورځ دشوروي اتحاد دسره پوځ له خوا آزاد شوی ،او تر دغي نيټې پوري په دغه کمپ کي لږ تر لږه يو مليون انسانان وژل شوي وه . دپولند د آوشويتڅ په ښار کي دنازيانو داجباري کار دغه کمپ نن ورځ دنړۍ ديوه کلتوري ميراث په توګه ديونسکو تر سر پرستي لاندي دی .

دآوشويتڅ او بيرکناو کمپ دنازيانو دزمانې داجباري کار ، انسان زوروني او انسان وژني يو ستر کمپ بلل کيده . او دغه کمپ دهغه سلهاو زرو انسانانو دپاره دمرګ آخرني کنده بلل کيده چي دديني ، نژادي ، فکري او نورو دلايلو له امله نازيانو دغه کمپ ته را ليږلي وه . تر څو چي په دوی کي دکار توان ؤ،په دوی باندي به جبري کارکيده ، او وروسته چي به نور دکار کولو توان چا نه درلود، نو دانسان سوزولو داشونو ته اچول کيدل .

دکلونو په اوږدو کي به دغه کمپ ته يهودان ، سياسي بنديان ، ناروغان ، همجنسبازان او نور کسان چي دنازيانو دپاره دخوښي خلک نه وه ، دغه کمپ ته انتقاليدل او هغوی جبر ي کار ته اړ کيدل . خو عجبه خبره دا وه چي ددغه کمپ پر سر ليکل شوي وه « کار آزادي ده . »

دجرمني جمهوررييس کولر د اوشويتڅ قربانيانو ته احترم کوي
دجرمني جمهوررييس کولر د اوشويتڅ قربانيانو ته احترم کويانځور: AP

دنازيانو دزمانې داجباري کار دغه کمپ دپولند دکراکاو دښار څخه 60 کيلو متره ليري په يوه داسي دلدلدزار سيمه کي جوړ شوی ؤ، چي د هغه ځايه څخه دتيښتي امکانات نه وه . د 40 کيلو مترو په اندازه شاو خوا سيمي يي ممنوعه سيمه بلل کيده . او ددغه کمپ ډيره سخته څارنه هم کيده .

دغه کمپ ته به انسانان په اورګاډو کي چي تر خولې پوري ډک وه ، راانتقاليدل . څوک چي يووار دغه کمپ ته را انتقال شوي ؤ ، نو پای يې مرګ و . او دنازيانو دجبري کار دنورو کمپونو په خلاف د آوشويتڅ کراکاو کمپ دنابودي يا دمرګ دکمپ په نامه ياديده . کوم کسان چي دغه کمپ راليږل کيدل ، نو په لمړي سر کي به دوی دکمپ په لمړی برخه کي پر دو برخو وويشل شول : کوم کسان چي دکار کولو توان لري او کوم کسان چي نور دکار کولو توان نلري . په تيره بيا ميندي چي ماشومان يي درلودل ، ماشومان او زاړه کسان به يوې خواته کيدل . ددوی برخليک روښانه ؤ . دوی به دانسان سوزولوداشونو ته وروسته بيول کيدل . په دغه کمپ کي څلور داشونه وه چي دورځي به 4700 جسدونه سوزول کيدل . څوک چي دانسان سوزلو داشونو ته نه بيول کيدل ، هغوی بايد کار کړی وای . تر هغه حده چي نورپه دوی کي دکار توان نه ؤ پاته .

شيشکوويچ/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري