دپاکستان په ديني مدرسو کښي داصلاحاتواو ريفورم راوستل
۱۳۸۸ تیر ۲۵, پنجشنبهد هغو ديني مدرسو په جوړښتونو او نصاب کي اصلاحات راولي چي ورته د جهاد روزنتونونه او د اسلامپالو ځاله ګۍ ويل کيږي .
په 2002 م مېلادي کال کښي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جارج بوش د جګړې د ملاتړي په حيث د مدرسو د ريفورم پلان اعلان کړۍ او په امريکا کي يې د جارج بوش ادارې ته ډاډ ورکړۍ چي د مدرسو په نصاب کي به داسي تغيرات راولي چي په ترڅ کي به يې ساينسي علوم هم د نصاب برخه وګرځي . بل داچي ټوله مدرسې به مکلفه کړي چي ځان د حکومت سره ثبت کړي . دغه اعلان پاکستان پداسي حال کي وکړۍ چي دغه هيواد پخپله مخ په زیاتيدونکي ډول سره دداخلي اسلامپالو د ستونزي سره مخامخ ؤ .
ددغه نوي پلان اعلان د اتيامي لسيزي د ضياالحق د پلانونو بېرته راګرځول ول، چا چي د امریکا په غوښتنه د پاکستانۍ مدرسو څخه د جهاد روزنتونونه جوړ کړل تر څو د روزل سوو کسانو څخه د هغه وخت د شوروي او افغانستان په جګړه کي کار واخلي .
د 2002 م مېلادي کال د مدرسو په هکله د نوي تګلاري په ترڅ کي پاکستان هوډ څرګند کړی ؤ چي په مدرسو کي به د مسکينو کسانو اولادونو ته د ديني ښوونې تر څنګ د کمپيوټري، ساينسي او د ټولنيزو علومو د ترلاسه کولو اسانتياوي هم برابري کړي .
د پاکستان د ښوونې او روزنې د وزارت وياند عتيق الرحمن و فرانس پريس آژانس ته وويل چي د مدرسو د ريفورم د لګښتونو دپاره تقريبا 71 مليونه ډالره چي 5759 مليونه کلداري کيږي پلان سوي وې، خو حکومت ونسوای کولای دغه پلانونه عملي کړي .
د جميعت الاهل سنه يو مهم غړی مفتي ګلذار نعيمي وايي چي دپاکستان د کورنيو چارو وزارت د ډيرو مدرسو سره اړيکي ونيولې خو د مدرسو چلوونکو د حکومت مداخله ونه منله .
همداؤ چي د پاکستان حکومت په هغه پلان کي ناکامه سو چي غوښتل يې تقريبا د 8000 مدرسو نصاب او جوړښتونه اصلاح کړي .
د ښوونې اوروزنې د وزارت وياند عتيق الرحمن وايي چي د پاکستان حکومت د پلان د عملي کولو هڅې پېل کړي ،او پدې ترڅ کي يې د 333 مليونو کلدارو په مصرفولو سره مدرسو ته رسيدګي وکړه خو پاته 5426 مليونه کلداري مصرف نه سولې .
د پاکستاني حکومت د احصاييو له مخي په پاکستان کي تقريبا 15148 ثبت سوي مدرسې وجود لري ،چي پکښي تقريبا 2 مليونه زده کوونکي په ديني زدکړو اخته دي . د ديني شاګردانو دغه تعداد د پاکستان د ټولو زدکوونکو د شمېر 5 فيصده دی .
خو ګومان کيږي چي د هغو مدرسو شمېر هم په زرګونو وي چي د حکومت سره ندي ثبت او د مسکينو خلکو اولادونو ته مفته ديني ښوونه کوي . زياتره مسکين خلک چي خپل اولادونه مدرسو ته استوي، ددې جوګه نه وي چي د عامو ښوونځيو مصارف ادا کړي .
زياتره دغه مدرسې د ځايي او په خارج کښي اوسېدونکوپاکستاني تجارانو او بډايه خلکو په اقتصادي مرستو چليږي . دغه اقتصادي مرسته کوونکي پدې عقيده وي چي که د مسجد او مدرسې سره اقتصادي مرسته وکړي نو په عوض به يې په جنت کښي ځای وي .
هغه دېرش مدرسې کومو ته چي حکومت کمپيوټرونه ورکړي وه او د استادانو تنخواوي يې ورکولې اوس دا بيره لري چي ښايي نوري حکومتي اقتصادي مرستي تر لاسه نه کړي .
پدې ډول به د پاکستان لخوا اعلان سوی د مدرسو ريفورم کاملأ ټپ ودريږي او يوازي نوم به يې پاته سي .
AFPE/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی : محمد قاسم نوري