دپاکستان دسوات ددرې د مهاجرينو ډرامه جريان لري
۱۳۸۸ خرداد ۲۹, جمعهدغه احصايوي شمير دملګرو ملتونو دټولني دمهاجرينو دعالي کمشنري په کلني رپوټ کي چي نن په ژنيو کي خپور شوی ، ورکړل شوی دی . په دغه احصايوي شمير کي 16 مليونه سياسي پناه غوښتونکي او کډوال شامل دي . 26 ميلونه نور هغه کسان دي چي په يوه هيواد يا سيمه کي دننه دجګړو او لانجو له امله دې ته اړشوي چي خپل اصلي استوګنځايونه پريږدي او نورو سيمو ته وتښتي، يا هغه کسان دي چي دوی دخپلو اصلي استوګنځايونو څخه پخپل هيواد کي دننه نورو سيمو ته شړل شوي دي .
داچي ولي ديوه هيواد يا سيمۍ وګړي دې ته مجبوره کيږي چي په خپل هيواد کي دننه نورو سيمو ته وتښتي ،يو ستر نوی مثال يي په صوبه سرحد کي دسوات له درې څخه دبيځايه سوو انسانانو ډرامه ده ، چي شمير يي 2.5 مليونو ته رسيږي .
لکه څنګه چي CARE يا د« پاملرني » په نامه دمرستندويه ټولني په يوه رپوټ کي پرون ويل سوي دي ، په سوات کي دمهاجرو وضع ډيره ويرجنه او دانديښنې وړ ده . دغه خبره د CAREدمرستدويي ټولنۍ مشر Heribert Scharrenbroich دآلمان دبن په ښار کي کړيده .
دی وايي : « څه چي مونږ پخپلو سترګو په دغه سيمه کي ليدلي دي ،دمرستو په برخه کي دبشري ټولني يوه لويه ناکامي او ناتواني ښه يي » . مثلا داخو په هيڅ ډول سره دمنلو وړ يو کا رنسي بلل کيدلای چي انسانان دڅو اونيو په اوږدو کي پر ډاګ پراته وي ، درمل ونلري ، او په داسي شرايطو کي ژوند وکړي چي دنظافت ډير ابتدايي امکانات هم ورته برابر نه وي .
هم نړيوال سره صليب اوهم دملګرو ملتونو ټولني تر اوسه څو څو واري داخبره په ډاګه کړيده چي په دغه سيمه کي دبيځايه شوو وګړو دپاره مرستي ندي رسيدلي ،او دوی دژوندانه ډيرو ابتدايي وسايلو ته اړدي . خو بياهم هيچا دغي موضوع ته پاملرنه نده کړې ، په داسي حال کي چي ددغه راز شرايطو دپاره په نړيواله کچه يو لړ معيارونه موجود دي .
Dpa/ فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري