1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان دداخلی مهاجرينوآوارګي په هيڅ ځای کي نده ليدل سوې

۱۳۸۸ خرداد ۷, پنجشنبه

د پاکستان د سوات ددرې بشري او انساني حالت ،چه جنګ پکښی روان دی ،ډير خراب دی ،او ورځ په ورځ نور هم خرابيږي ،او هر هغه څه چه په پاکستان پيښيږي ،هغه پر افغانستان باندي مستقيم تأثير لري ...

https://p.dw.com/p/HzEG
د سوات ددرې څخه دمهاجرينو کوچنيان ليدل کيږي ،چه َUNHCR لخوا ورته خيمې ورکول سوي دي
د سوات ددرې څخه دمهاجرينو کوچنيان ليدل کيږي ،چه َUNHCR لخوا ورته خيمې ورکول سوي ديانځور: picture alliance / landov

د ملګرو ملتو د مهاجرينو د سازمان UNHCR څخه د پاکستاني مهاجرينو او کډوالو سازمان ورکونکی کليان کلاين شميت ددغي مياشتي د شروع څخه چه د سوات په دره کښي نظامي عمليات شروع سوي دي ، ډير مصروفه دی . دی اوس د خوب دپاره هم ډير لږ وخت لري ،

او وايي، «زه خپل کوښښ کوم . خودا کرار کرار مشکليږي ،چه سړی په نيمه شپه کښي پر دې چرت وهي،چه سبا بايد څه وکم ،او څنګه کولای سم ددونه ډيرو خلګو غم وخورم . »

دغه 46 کلن د جرمني په اِيسن کښي زيږېدلی دی ،د 1992 کال راهيسي د ملګرو ملتو د مهاجرينو د سازمان UNHCR سره کار کوي . کلاين شميت تر اوسه پوري ډيره آوارګي او دربدري ليدلې ده ،لکه په بالقان يا کانګواو روواندا کښي ،خو څه چه اوس په پاکستان کښي ويني ،دده دپاره کاملأ نوي دي .

دی بيا وايي،« د تعداد د لحاظه دا يو لوی رقم دی .موږ يوازي 2 مليونه داخلي مهاجرين لرو ،چه دتير اګست د مياشتي راهيسي راتښتيدلي دي ،او اوس خصوصأد مې د مياشتي راهيسي تر 1,5مليونو کسانو اضافه .چه هره ورځ پر هغه باندي وراضافه کيږي . دا چه په دغه اندازه انسانان دي وتښتي ،موږ په دغه شکل تر اوسه پوري ندي ليدلي . »

خو په کمپو کښي چه تر جنګو نو وروسته په ډير لږ وخت کي جوړ سوي دي ،يوازي 10 فيصده خلګو ته ځای ورکول سوی دی ،نور يې تر شنه آسمان لاندي تر لمرو لاندي پراته دي ،او يا يې په شخصي ډول سرپناوي پيدا کړي دي ، «د مثال په ډول په مردان کښي تر يوه مليون اضافه کسان دغه ډول په شخصي ډول اوسيږي . چه دغسي يو حالت موږ تر اوسه پوري نه ؤ ليدلي . غريبو کسانو ته د د غريبانو لخوا ځايونه ورکول کيږي ، او پدې ډول هغوي نور هم غريبان کيږي . او دقيقآ همدغه موضوع زموږ ټولو دپاره مهمه ده ،چه څنګه کولای سو د هغو کورنيو سره کومک وکو چه دغو کسانو ته يې ځايونه ورکړي دي . »

په مردان کښي د مې د مياشتي راهيسي نفوس دوه چنده سوی دی ،او کلاين شميت په همدې خاطر وايي چه په سيمه او خاصتأ مردان کښي به ټولنيزه ناآرامي ډيره زياته سي،چه بيله هغه هم چندان موجوده نه وه . اوکه دا کار ونکو،ددوی د ټولو هغو کسانو سره چه د جنګ سره سر وکار لري ،کرکه او نفرت پيدا سي .

پيسه ورکونکو هيوادو تر اوسه پوري د پاکستان دد اخلي مهاجرينو او کډوالو دپاره 225 مليونه ډالره په اختيار کښي ورکړي دي ،چه هغه لکه څنګه چه کلاين شميت وايي ،يوازي د خيمو او شړيانو نه بسيږي ،نوري خبري خو لا پريږده . او په همدې خاطر د غربيان څخه غواړي چه په پاکستان کښي بيا هغه غلطي تکرار نکي ،لکه په افغانستان کښي ،او بايد د نظامي ستراتيژۍ تر څنګ بشري او د بيا آبادولو ستراتيژي هم موجوده وي ،چه دا تر ټولو مهمه ده .

کلاين شميت همدارنګه د پاکستان د بلوچستان د ايالت څخه ډير به تشويش کي دی ،چه هلته هم د حکومتي پوځونو او طالبانو تر منځ د جنګونو له کبله ډير انسانان د خپلو کورو او ټاټوبي څخه مهاجرت ته مجبوره سوي دي .

پيتر من/

کتونکی : محمد قاسم نوري