1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان جمهوررييس پرويز مشرف استعفا ورکړه

۱۳۸۷ مرداد ۲۸, دوشنبه

دپاکستان ولسمشر دڅه کم لس کاله واکدارۍ څخه وروسته ...

https://p.dw.com/p/F0SN
پرويز مشرف افغانستان ته د خپل تګ پر وخت
پرويز مشرف افغانستان ته د خپل تګ پر وختانځور: AP

نن ددغه هيواد د دولت دمشرۍ څخه دکورنيو سياسې فشارونو له امله استعفا ورکړه . په يوه تلوزیوني وینا کي نن مشرف ويلي چي زه خپل راتلونکې برخليک ولس لاس ته سپارم .ددغه وينا څخه مخکي مشرف دخپلو سیاسي سلاکارانو او پلويانو سره په دې اړه خبري کړي ، او نن ده رسمآ هم ددغه هیواد پارلمان ته خپله استعفا وړاندي کړه . دپاکستان په پارلمان کې ددغه هیواد په اتلافي حکومت کې دبرخه والو سیاسې ډلو استا زو مشرف ته ددې ګواښ کړې ؤ، چې که دی پخپله استعفا ونکړي، نو دده څخه به سلب اعتماد وکي . خو مشرف خپلو مخالفينو ته ددې پيغور کړې چې پر ده باندي دوی غلط تورونه لګوي ،او يو يې هم ثابتولی نسي .

65 کلن پرويز مشرف چې دمخه ددغه هيواد دپوځ مشر ؤ ، په 1999 میلادې کال کي ديوې پوځي کودتا د لاري ، پرته له دې چه ویني وبهيږي پر قدرت راغلی . او مشر ف پخپله ننۍ ټلوزیوني وينا کي داخبره هم کړې چه دده دژوند او کار سیاسی فلسفه تل داوه او ده چي دپاکستان دلچسپي او عالي ګټي بايد تر هرڅه دمخه وي . په هيواد کې سوله او ثبات وژغورل شي ،او په عين وخت کې دبشري بنيادي حقونو او دډیموکراسۍ داصولو درنښت او رعايت وسي . اودبهرنې سياست په ډګر کي لکه څنګه چې مشرف وايي ماتل داهڅه کړې ،چي ددغه هيواد ارزښت او مقام په نړۍ کي لوړ ولاړ سي . دځواک پر سرمبارزه دمشرف او دده دمخالفینو ترمنځ د 2007 میلادي کال راهيسي چي مشرف ددغه هیواد قاضې القضات محمود چودري برطرفه کړی ؤ ، پيل شوې وه . داکتوبر په مياشت کي دده مخالفينو دی، دې ته اړ کۍ چې دپوځ دمشر تابه څخه لاس واخلي .په نوامبر کي يې په پاکستان کي بیړنی حالت نافذ کۍ ، او ډيرنوردستري محکمې قاضیان يې د کاره برطرفه کړي وه . دهمدې روان ميلادي کال دمارچ په مياشت کي په پاکستان کي پارلماني انتخابات تر سره سول ،چي په هغه کي دمشرف مخالف ګوندونه لکه پيپلز پارتي او مسلم ليګ ددوو ثلثو رايو په ترلاسه کولو سره قاطع اکثريت وګاټه، او تر هغه وروسته دا يوه روښانه خبره وه چي دقدرت څخه دمشرف ليري کيدل دوخت خبره وه . په پاکستان کې دځواک له مسند څخه دمشر ف په ليري کيدلو سره سياسې کتونکي په دې باور دي چي دآمریکې متحده ايالتونو په دغه سيمه کي دتروریزم سره په مبارزه کې یو نژدې او معتمد ملګری د لاسه ورکړی دی .