1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميستورا: د طالبانو سره د خبرو وخت دی

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي ويلي چي په افغانستان کي په عمومي توګه امنيتي وضعه مخ پر ښه کيدو ده، دا مناسب وخت دی چي د کابل دولت ته قدرت انتقال سي او د طالبانو سره د سولي خبري اتري وسي.

https://p.dw.com/p/11ql5
ستيفن ديميستورا
ستيفن ديميستوراانځور: AP

دغه استازي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په غونډه کي ويلي:« د انتقال بهير، د اورګاډۍ په څير دي او مخ په وړاندي روان دی. هري علامې ته په کتو سره پر خپله کرښه سم روان دی.»

ديميستورا ويلي چي، دا مناسب وخت دی چي د راتلونکي دولتدارۍ له پاره بنسټ کښېښودل سي، او افغانستان بايد د امنيت او دولتدارۍ چاري په خپل لاس کي واخلي.

نوموړي په افغانستان کي په تيرو څو اونيو کي د رامنځ ته سوي زورزياتيو په اړه وويل: « د افغانستان نړيوال هوټل تر بريد لاندي ونيول سو، زموږ او تاسو ډير کسان هلته ول، دا يوه ټکان ورکوونکې پيښه وه».

هغه زياته کړه دغه حملې د کابل ښار په دننه کي، په پوځي روغتون او دفاع وزارت کي هم تر سره سوي دي، کندهار او هرات هم له دغسي حملو خوندي نه دی.

خو هغه ويلي د افغانستان دولت د ياغيانو د عمل په وړاندي ټينګ پاته دی او په دې توانيدلي چي د دغه حملو په مقابل کي عمل وکړي.

هغه دغه څرګندوني د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما د هغه اعلان څخه دوې اونۍ وروسته وکړې، چي د 2012 م کال تر دوبي له افغانستان څخه د 33 زره امريکايي سرتيرو د درا ايستلو خبره يې کړې.

ديميستورا ويلي چي راتلونکي قدم به د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه کوښښونه وي تر څو په افغانستان کي سوله او سياسي ثبات رامنځ ته سي.

هغه ويلي چي د خبرو اترو اړتيا روښانه ده، نه يوازي د پخلايني له پاره، بلکي د هغه ياغيانو د ادغام له پاره چي د دولت خلاف جنګيږي.

خو طالبانو تره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره چي رسنيو ته ليږلې وه ويلي چي د غربيانو سره هر ډول خبري ردوي. په اعلاميه کي راغلي ول چي دوی هغه گنگوسې هم ردوي چي گواکي طالبانو د غربيانو سره خبري کړي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل