1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير په واشنگتن کي د افغانستان په اړه خبري کوي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزير امریکا متحده ايالاتو ته د سفر پرمهال غواړي د دغه هيواد د دفاع له وزير سره په افغانستان کي د راتلونکي ماموريت په اړه خبري وکړي. له ديميزير سره د کورنيو چاور وزير هم سفر کړی دئ.

https://p.dw.com/p/18OkW
Verteidigungsminister Thomas de Maiziere

د دفاع وزير توماس ديميزير د کورنيو چارو له وزير هانس پيتر فريدريش سره يوځای په يوه دوه ورځني سفر د يکشنې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۲۸) امريکا متحده ايالاتو ته رسېدلی دی.

دوی به په واشنگتن کي د هولوکاست موزيم د تاسيس په مراسمو کي گډون وکړي. دغه موزيم شل کاله دمخه پرانيستل سوی وو.

د افغانستان د ماوريت په اړه خبري

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير د سه شنبې په ورځ له خپل امريکايي سيال چاک هېگل سره د افغانستان د راتلونکي يا نوي ماموريت پر څرنگوالي باندي خبري اتري لري.

برلين وړانديز کړی دئ، چي له ۲۰۱۵ کاله به په افغانستان کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري سرتيري د افغان امنيتي ځواک د روزلو له پاره په دغه هيواد کي پاته سي. آلمان ويلي دي چي د دې ماموريت له پاره د افغان حکومت وړاندير او د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړې ته اړتيا ده.

د ناټو په مشرۍ ايتلافي ځواک په پلان کي لري، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي له ياغيانو سره د مبارزې او افغان امنيتي ځواک د ملاتړ له پاره له ۸ څخه تر ۱۲ زرو پوري سرتيري پريږدي.

په روان وخت کي د افغانستان په شمال کي نزدې۴۲۰۰ تنه آلماني سرتيري مېشت دي. آلمان تر محتده ايالاتو او بريتانيا وروسته دريم هيواد دئ، چي افغانستان ته ئې ډير سرتيري لېږلي دي.

په پلان کي ده چي په افغانستان کي د ۶۸ زرو مېشتو امریکايي سرتيرو ډيره برخه په روان کال کي له دغه هيواد څخه ووځي.

د آلمان د دفاع وزير امریکا ته سفر د بوستن د ماراتون تر بمي چاودنو د مخه پلان سوی وو. هغه په پلان کي لري چي د دې سفر پرمهال د امريکا د کورنيو چارو له وزير سره د سايبري جرايمو په اړه هم خبري وکړي.