1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميزير د افغان مهاجرو په اړه خبرو له پاره کابل ته رسېدلی

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د جرمني د کورنيو چارو وزير په يوه ناڅاپي او لنډ سفر افغانستان ته رسېدلی دئ. د سفر مومخه ئې په کابل کي له افغان چارواکو سره سياسي خبري ښوول سوې ده. د خبرو اصلي موضوع به د افغان مهاجرو په اړه وي.

https://p.dw.com/p/1Hmgk
انځور: picture-alliance/dpa/Gambarini

د جرمني خبري آژنس «dpa» د راپور له مخي د دغه هيواد د کورنيو چارو زير توماس ديميزير د دوشنبې په ورځ په يوه لنډ سفر افغانستان ته رسېدلی او هلته به له افغان چارواکو سره، جرمني ته د افغانانو د زيات مهاجرت د مخنيوي په اړه خبري وکړي.

د جرمني د مهاجرت ادارو د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۵م کال کي په دغه هيواد کي ۱۵۰۰۰۰ افغان مهاجرو د پناه غوښتنه کړې ده. تيرکال جرمني ته د مهاجرت څپو پرمهال تر سوريايانو وروسته ډېر افغانان رسېدلي دي.

د جرمني چارواکو په حواله په ۲۰۱۴م کال کي دغه هيواد ته يوازي ۹۷۰۰ افغان مهاجر رسېدلي ول او د پناه غوښتنه ئې کړې وه.

ديميزير د تيرکال په اکتوبر مياشت کي لا ويلي ول چي هيواد ته ئې د ډېرو افغان مهاجرو راتگ د منلو نه دئ. هغه ويلي ول چي د جرمني عسکر او پوليس هڅه کوي چي په افغانستان کي امنيت ډاډمن کړي.

هغه دا هم ويلي ول چي له افغانستان سره به ډېري پراختيايي مرستي وسي او دا چي ټول ولايتونو له منيتي اړخه يو شان نه دي: «موږ تمه لرو چي افغانان به په خپل هيواد کي پاته سي.»

د جرمني حکومت غواړي چي د مهاجرو شمېر کم کړي او ډېر افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني آلمان ته په خپل وروستي سفر کي ويلي ول چي هيواد ئې تيار دي ډېر افغان مهاجر بيرته ومني.